په ژېنو کې د سوله ییزو خبرو اترو بنسټیزې ستونزې

پامیر زیارمل –

د ۲۰۱۶-م زېږدي کال د جنورۍ میاشتې په ۲۵-مه نېټه د اتریش په پلازمېنه ژېنو ښار کې د سوریې شخړې د سوله ییز حل لپاره د څو اړخیزو خبرو اترو بهیر پیل شو. ټاکل شوې ده، چې خبرې اترې د جنورۍ تر ۲۹-مې نېټې پورې ادامه وکړي، خو ډیپلوماتان وايي، چې د اړتیا په صورت کې بهیر نور هم غځېدلای شي.

ټول شناند په یوه خوله وايي، چې د ژېنو خبرې اترې د سوریې شخړې د سوله ییز حال وروستی چانس دی، چې دلاسه ورکول به یې د واحد سوري دولت د پای ټکي معنا ورکړي. خو دغې خبرې اترې ځېنې بنسټیزې ستونزې لري، چې موږ به یې په دې لنډه لیکنه کې د سپړلو او څېړلو هاند و هڅه وکړو.

د ژېنو د اوسنیو سوله ییزو خبرو اترو تر ټولو لویه ستونزه دا ده، چې تر نن ورځ پورې د خبرو اترو د ګډونوالو وروستی نوملړ نه دی خپور شوی. د لوېدیزو رسنیو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۲۰ لورو په خبرو اترو کې د برخې اخيستلو هوډ څرګند کړی دی. تر هر څه لومړی دا د سوریې د ملاتړ د نړیوالې ډلې غړي هېوادونه دي، لکه امریکا، روسیه، ترکیه، سعودي عربستان او ایران. د دې سترو نړیوالو او سیمه ییزو ځواکونو تر څنګ د دې ډلې غړیتوب چین، مصر، عراق او عربي متحده امارات لري، چې دوی هم غواړي د سوریې په چارو کې هڅانده ونډه ولري.

که څه هم چې په خبرو اترو کې د نړیوالو او سیمه ییزو لوبغاړو د ګډون ستونزه حل کېدونکې ده، تر دې ګړۍ هیچا ته په ډاګه نه ده، چې د سوریې د مخالفو ډلو ټپلو استازیتوب به څوک کوي.

اساسي نړیوال لوبغاړي، لکه امریکا او روسیه غواړي، چې له دوی سره تړلي ګوندونه او ډلې د ټولو مخالفینو د استازو په توګه وپېژندل شي. د بېلګې په توګه، د کرېملېن ماڼۍ غواړي، چې د مخالفینو مشر د سوریې پخوانی لومړی وزیر قدري جمیل او یا د «ډېموکراتي اتحاد» د ګوند سرغندوی صالح مسلیم ومنل شي، خو سپینه ماڼۍ په خپل وار له پخوا څخه په پر له پسې توګه د سوریې بل پخوانی لومړی وزیر ریاض حجاب مخته کوي.

زما په اند، د دې شونتیا ډېره لږه ده، چې ترکیه او امریکا د ژېنو د سوله ییزو خبرو ترو په اساسي پړاو کې، چې د جنورۍ په ۲۹-مه نېټه تر سره کېږي، صالح مسلیم ته د ګډون اجازه ورکړي. صالح مسلیم، چې د «ډېموکراتي اتحاد» سرغندوی دی، بربنډه د کُردي ټبرپالنې ملاتړ کوي او وار په وار یې د واحد کُردستان د پنځولو وړاندیز کړی و. ښکاره خبره ده، چې انقره به هیڅکله صالح مسلمان او د هغه په څېر نورو کُردي سیاستوالو ته د سوریې په خبرو اترو کې د ګډون اجازه ور نه کړي. د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو د داووس په وټیزه جرګه کې پر روسیې تور ولګاوه، چې هغه په سوریه کې د کُردانو په ملاتړ سره، تروریزم هڅوي. مسکو په ځواب کې وايي، چې د داعش په وړاندې جګړه کې کُردان د پام وړ رول لوبوي، نو ځکه له دوی څخه پرته د ژېنو د خبرو اترو یوه پرېکړه به هم د پلې کېدو نه وي.

مسکو په خپل وار په خبرو اترو کې د “جیش الاسلام” او “احرار الشام” ډلو د ګډون د مخینوي هڅه کوي. خو سعودي عربستان، چې ځان نه یوازې د عربي، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ مشر ګڼي، غواړي، چې د ژېنو په سوله ییزو خبرو اترو د ټولو مخالفینو مشر په رسمي توګه د “جیش الاسلام”  ډلې د عالي شورا غړی محمد علوش وپېژندل شي.

د ژېنو د سوله ییزو خبرو اترو یوه بله بنسټیزه ستونزه په بېلابېلو ډګرونو کې د تهران او الریاض تر منځ ورځ په ورځ ډېرېدونکې سیالي ده. په سعودي عربستان کې د شیعه دینپوه نمر النمر له اعدام وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ مخامختیا خپلې لوړې څوکې ته ورسېدله. د ایران او سعودي تر منځ د اړېکو ترینګلتیا په مستقیمه توګه د ژېنو پر خبرو هم ډېره ژوره ناوړه اغېزه کوي. ایران غواړي په هره بیه چې وي، په سوریه کې د علویانو پینځوس کلنه واکمني وساتي او سعودي په هره بیه چې وي، غواړي د دوی رژیم نسکور کړي او په هېواد کې د واک واګې سعودي پلوه ډلو ته ورکړي. زما په اند، د واشنګټن او مسکو له دریځ څخه وروسته د تهران او الریاض دریځ د سوریې او په ټولیزه توګه د ټولې سیمې لپاره برخلیک ټاکونکی دی، که دوی په خپل په منځ کې جوړجاړی و نه کړي، د سوريې جګړه ځپلی ولس به په لنډ راتلونکي کې هوسا ساه و نه کښلای شي.

بله بنسټیزه ستونزه د اوربند نه شتون دی. د سوریې د ننني واکمن بشر اسد د مخالفینو خپلمنځي شخړې او وسله والې نښتې د خبرو اترو بریا تر پوښتنې لاندې راولي. ټولې ښکېلې غاړې یو بل تورنوي، چې اوربند ماتوي او د پردیو څارګرو  ادارو په چوپړ کې دي. د ملګرو ملتونو د ټولنې د احصایې له مخې، تر اوسه د سوریې په کورنۍ جګړه کې شاوخوا ۲۵۰ زره ولسي وګړي وژل شوي او تر پینځو میلیونو نور کډوال شوي دي.Geneva 3

د ژېنو د اوسنیو سوله ییزو خبرو اترو بله بنسټیزه ستونزه ورځ په ورځ د ولسمشر بشر اسد د رژیم د وسله والو ځواکونو پرمختګ دی. د اسد وسله والو ځواکونو د روسیې د پوځي مرستو په مټ وکولای شول په لنډه موده کې له مخالفینو څخه ځېنې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. اوس به ډېره ګرانه وي، چې له اسد څخه پرته په سوریه کې وینه تویونه ودرول شي. خو دا باید هېره نه شي، چې د اسد رژیم د مسکو او تهران له ملاتړ او مرستو څخه پرته پینځه دقیقې هم ژوند نه شي کولای. دا هم باید هېره نه شي، چې هم روسیه او هم ایران په ډېره اسانۍ کولای شي د خپلو ملي ګټو لپاره اسد لوېدیزو هېوادونو وپلوري. په پېښلیک کې ډېرې داسې بېلګې شته، کله چې مسکو او تهران خپل پخواني ملګري هېروي او د پخوانیو دښمنانو پلوي کوي. غوره بېلګه یې د ډاکټر نجیب الله رژیم دی، چې د پخواني شوروي د مرستو له درېدلو وروسته په بشپړه توګه نسکور شو او کابل د کرغېړنې شمالي ټلوالې ځناورو کنډواله او  لوټ کړ. اوس هم داسې نښې شته، چې مسکو چمتو دی د اسد پر سر معامله وکړي. د روسيې دباندنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له «ایخو ماسکوا» راډیو سره د مرکې په ترڅ کې وویل، چې «روسیې هیڅکله هم نه دي ویلي، چې د بشر اسد ساتل اصولي دریځ دی». زه داسې انګېرم، چې د آغلې ماریا زاخارووا دا وینا د دې ښکارندویه ده، چې مسکو او واشنګټن د اسد په اړه معاملې نژدې شوي دي، خو په ډاګیزه توګه به دا له ۲۹-مې نېټې څخه وروسته څرګند شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د