شعـــــرونه

غزل ـ حمدالله حلميار

حمدالله حلمیار

د رحمتونو پشکاله ګلان بیا وسپړه
دا رژیدلي له نهاله ګلان بیا وسپړه

د زړونو للمې مو د وصل د باران تږې دي
دمدینې خوږه شماله ګلان بیا وسپړه

ستا د اذان په انګازو مو زړه ګلان غوړوي
غوږو ته ګوتې کړه بلاله ګلان بیا وسپړه!

زموږ جنت غوندي وطن وو د لمبو خوراک شو
ته پکې پاکه ذوالجلاله ګلان بیا وسپړه

چي مینان ترینه خپل یار لره ګیډۍ جوړي کړي
بهاره خیر دی دا بې حاله ګلان بیا وسپړه

بیا څو لفظونه میلمانه د غزل کور ته راغلل
د حلمیار لاهوتي خیاله ګلان بیا وسپړه

حمدالله حلمیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x