شعـــــرونه

غزل ـ چينار ټکور

چينار ټکور

تروږمۍده لاره پاتي ده لامخته
وخت هم پروت دی لکه غردرڼامخته

دحلاتوله بدلونه ښکاري داچې
محکمه به شي وزیردباچامخته

طالب جان ددغه عصرمومن خان دی
درېدلی دی دتوري بلامخته

خدایه راوله کاروان دسپین پټکیو
زموږدخړي برجوري کلامخته

ملګرۍ ته دي ترداسي حده ژمن یم
جنت نه غواړم جانانه ترتامخته

شکرشکرچې افغان یم مسلمان یم
شکریمه له دې ټولي دنیامخته

ټول پرهریم بې ټکوره یم جهانه
نورازغي مه کرۍ بس ده زمامخته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x