fbpx
جون سپوکو

سيګار: د ميلياردونو ډالرو لګولو سربېره افغانستان کې د طالبانو واک او ځواک زيات شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار او څېړنې ادارې«سيګار» په خپل تازه راپور کې ويلي، چې ۲۰۰۱م کې د طالبانو نظام له سقوط وروسته دغه ډله د افغانستان ډېرې سيمې په خپل واک کې لري.

سيګار په خپل ديارلسم راپور کې ويلي، چې طالبانو د تېرو څوارلسو کلونو په پرتله ډېرې سيمې لاندې کړي، چې له امله يې د امريکايي ټولنو له لوري پيل شوي پروژو ته لاس رسی ناشونی دی او دوی نه شي کولای، چې د دغو پروژو د پای ته رسولو لپاره دغو سيمو ته ولاړ شي.

د سيګار په وينا د افغانستان ګڼو سيمو کې د امريکا په مرستو خيالي پرژوې په کار اچول شوي، چې د پای ته رسېدو درک يې هم نه لګيږي او له اټکل زيات لګښتونه پرې راغلي دي.

د سيګار ادارې يو افغان کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته ويلي، چې افغان امنيتي ځواکونه د چارواکو په امر د سيګار ادارې بهرنيو مشرانو ته «خيالي امنيتي» ستونزې راپورته کوي او د پروژو له ليدو يې منعه کوي.

«که د سيګار ادارې بهرني مشران د امريکا په مرستو د پيل شوو پروژو څارنه او حساب کتاب په خپله وکړي، افغان چارواکي او د پروژې قرارداديان په کې پاتې راځي او له همدې امله دوی هڅه کوي، چې د سيګار مشر جون سپوکو او نور بهرنيا د ناامنۍ په ګواښ د پروژو له ليدو منعه کړي.»

د سيګار راپور کې راغلي، چې نا امنو سيمو کې اوس هم داسې خيالي ښوونځي او نورې ادارې شته، چې د امريکايي مرستو او بيا رغونې ميليونونو ډالر پرې لګېدلي او عملي څه نه ترسترګو کيږي.

سيګار په خپلو پخوانيو راپورونو کې هم افغانستان کې د ناامنيو، اداري فساد، د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د فساد او نشه يي توکو په اړه ګڼ راپورونه ورکړي او امريکايي چارواکو ته يې سپارښتنه کړې، چې افغانستان کې د امريکا ميليونونو ډالر د ادري فساد له امله بې ځايه او شخصي جيبوبونو ته ځي.

رويټرز خبري اژانس په خپل پخواني راپور کې د جون سپوکو له قوله ليکلي: «که امريکايي چارواکي د خپلو تېرو څوارلس کلنو تېروتنو څخه عبرت وا نه خلي، نو راتلونکي وختونه د امريکا لپاره ډېره خطرناک او تاواني دي.»

جون سپوکو وايي، چې امريکا افغانستان کې د مافيايي ډلو له ننګونو سره مخ ده؛ ځکه چې دی د هغو بې ځايه لګول شوو ۱۰۷ميليارده ډالرو پلټنه کوي، چې امريکايانو افغانستان کې د بيا رغونې په نوم لګولي دي.

جون سپوکو د ښوونيزو پروژو تر څنګ پر هغو پروژو نيوکه کړې، چې امريکايي چارواکو د شمسي موټرو د تمځای جوړولو په موخه ميليونونه ډالر ځانګړي کړي وو او په يو بل ځای کې امريکايانو خپلو افغان قرارداديانو سره په ګډه دوه سوه ميليونه ډالر ولګول، مګر هغه پروژه تر اوسه نيمګړې پاتې ده.

افغانستان لپاره د مرستو او بيا رغونې د څار ټيم «سيګار» مشر پر امريکايي چارواکو غږ کړی، چې دوی بايد افغانستان سره په خپل چال چلند کې بدلون راولي، د مرستو ورکولو او لګولو شرطونه بايد ډېر سخت کړي، تر څو دغه مرستې، چې د امريکايي ولس د ماليو پيسې دي په سمو او مناسبو ځايونو کې ولګيږي.

«که موږ افغانستان سره د مرستو شرطونه سخت نه کړو او د مرستو لګولو جدي څارنه مو ونه کړه، نو زموږ مرستې او هلې ځلې به اوبه يوسي.»

امريکايي کانګريس ۲۰۰۸م کال سيګار اداره افغانستان د امريکايي مرستو او بيا رغونې کارونو د څارنې لپاره جوړه کړې او تر اوسه يې د امريکايي مرستو د بې ځايه لګولو او دغو مرستو کې د فساد په اړه کانګريس ته ګڼ راپورونه ورکړي، مګر امريکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه کومه جدي پرېکړه نه ده کړې، چې د دغو مرستو لګولو کې د فساد مخنيوی وکړي.

سيګار وايي، چې افغانستان کې د بيا رغونې او مرستو د څار لپاره يې درې کميسيونونه ټاکلي او دغه کميسيونونه د بيا رغونې، اداري فساد او مخدره موادو په اړه پلټنې کوي.

مخدره مواد

د «سيګار» مشر جان سپوکو وايي، چې افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله له تاريخي پلوه بې ساري ده.

د جان سپوکو له دفتره په خپره شوې، اعلاميه کې راغلي، چې امريکا د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره۷،۶ ميليارده ډالر ولګول، مګر د مخدره موادو کښت او تجارت د پخوا په پرتله بيخي زيات شوی دی.

جان سپوکو زياتوي، چې امريکا د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې د ميليونونو ډالرو په مټ هڅه وکړه، چې د مخدره موادو د کښت او سوادګرۍ مخه ونيسي، مګر دا هڅې ټولې بې ځايه وې.

اعلاميه کې راغلي، چې دولتي چارواکو څو څو ځله اعلان کړی، چې ځينو سيمو کې يې د کوکنارو پټي ويجاړ کړي، مګر د پلټنو پر مهال د چارواکو خبرې درواغ ثابتې شوي دي.

اعلاميه زياتوي، چې د افيومو د ډېر والې له امله په افغانستان کې د امريکا پر سياسي فعاليت هم شکونه کيږي، ځکه داسې ښکاري، چې امريکايي چارواکي نه غواړي، چې دغه هېواد کې نشه يي توکي له منځه يوسي.

د ملګروملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی معين رؤوف روسي تلويزون سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کوکنارو کرکيله په بشپړه توګه له منځه تللې وه او نړيوالو څارونکو ټولنو هم منلې وه، چې طالبانو د نشه يي توکو کښت او تجارت له منځه وړی، مګر د طالبانو د ټولو هڅو سربېره هم د امريکا په ګډون نړيوالې ټولنې هغه مهال د افغانستان بزګرانو سره مرستې ونه کړې او نه يې د هغه وخت د حکومت مننه وکړه.

د امنيتي ځواکونو بې سوادي او اداري فساد

امريکايي څارونکې ادارې ويلي چې پر افغان اردو او پوليسو د ميلياردو ډالرو مصرفولو سربېره بيا هم له نيمې زيات يې نالوستي دي.

د سيګار پلټونکې ادارې چارواکي وايي، چې د امريکايي او نړيوالې ټولنې د مرستو ميلياردونو ډالر د افغان امنيتي ځواکونو په ښوونه او روزنه ولګول شول، مګر بيا هم د دغو ځواکونو له نيمايي زيات يې بې سواده او بې تربيې دي.
په افغانستان کې د امريکا ځانګرې تفیتيشي ادره «سيګار» وايي، چې له دې وروسته د دغه هدف ترلاسه کول ناشوني بريښي.

«د پوځيانو بې سوادي د يو ښه پوځ جوړولو په مخ کې ستر خنډ دی.»

امنيتي ځواکونه خپلې وسلې په طالبانو پلوري

سيګار په خپل راپور کې دا هم ويلي، چې ملي اردو، پوليس او اربکيان خپلې وسلې پر طالبانو پلوري او لامل يې دا ښودلی، چې تنخواګانې، خواړه او نور اړين توکي په وخت نه ور رسيږي او دوی ځانونه اړ بولي، چې خپلې وسلې خرڅې کړي او ځانونو لپاره د خوراک او ځان ساتنې څه اسباب برابر کړي.

د يو شمېر اربکيانو او پوليسو له قوله ويل شوي، دوی مجبور دي، چې د يوې مړۍ ډوډۍ او سړو څخه د ځان ژغورلو لپاره خپلې وسلې خرڅې کړي او خپلې کورنۍ پرې وساتي او داسې راپورونه هم راغلي، چې ګڼ شمېر پوليس، اربکيان او د ملي اردو عسکر د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.

د لوګر ولايت د پوليسو يو لوړ پوړي مشر اکبر علي ويلي، چې دوی سره پنځوس ميله سپکې او درنې وسلې دي او که مرکزي حکومت د دوی تنخواګانې وځنډوي، نو دوی به د دغو دولتي وسلو پر پلورلو پيل وکړي، تر څو خپلو کورنيو ته پرې يوه مړۍ ډوډۍ واخلي.

جون سپوکو وايي: «موږ په افغانستان ميلياردونه ډالر پر پوليسو، ملي اردو او اربکيانو ولګول، مګر د دغو مرستو ډېره برخه د اداري فساد له امله بې ځايه لګېدلې ده.

«کورنيو چارو وزارت او د امنيتي عسکرو د روزنې اداره دا ځواب نه شي ويلی، چې دوی دا ميلياردونه ډالر چېرته او څنګه لګولي دي»

نيويارک ټايمز هم څو ورځې وړاندې افغانستان کې د امريکا «بې ځايه لګښتونو» په اړه په خپله سرمقاله کې ليکلي و، چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته امريکا د افغانستان پر بيا رغونه د شپاړسو اروپايي هېوادونو د بيا رغونې پیسې مصرف کړي دي.

د نيويارک ټايمز په سر مقاله کې راغلي ، چې په تېره لنډه موده کې د نړيوالو مرستو ۱۰۴ ميليارده ډالر د چارواکو له لوري غلا شوي او پاتې نور يې په ډېره ناوړه طريقه کارول شوي دي او هغه ودانۍ چې په دغو مالي مرستو جوړ شوي، ډېری يې کمزوري دي او کېدای شي ډېر ژر له کاره ولېږي.

سرمقاله زياتوي، چې ډېری افغان چارواکي په اداري فساد کې ښکېل دي او څه موده وړاندې ځينې لوړپوړي چارواکي دوبۍ کې له لکونو ډالرو او قاچاقي توکو سره نيول شوي وو، مګر افغان حکومت هم د کورنيو ستونزو او اختلافاتو له امله پرې خپلې سترګې پټې کړي او هيڅ ورته نشي ويلای او که يو کال ورورسته امريکا او نړيواله ټولنه پر افغانستان خپلې مرستې ودوري، نو پر افغان حکومت به «سمدستي قيامت راشي.»

پايله

د پېښو څارونکي وايي، چې د ګډ حکومت مشران بايد خپله رښتونولي او د اداري فساد پر وړاندې خپل جديت وښي او امريکا هم بايد په دې اړه خپل پريکنده دريځ ونيسي؛ ځکه چې که افغان حکومت د اداري فساد په له منځه وړلو کې پاتې راځي، نو امريکا او نړيواله ټولنه بايد خپلې مرستې ورسره بندې کړي.

د جون سپوکو او ډېری کانګريس غړو ټينګار هم دا دی، که د امريکايي ولس د ماليو پيسې په داسې بې ځايه کارونو لګيږي، نو امريکايي چارواکي بايد افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ميرويس مجاهد
میلمه
ميرويس مجاهد

داځکه چې: ِانَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمۡوَٲلَهُمۡ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ‌ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيۡهِمۡ حَسۡرَةً۬ ثُمَّ يُغۡلَبُونَ‌ۗ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحۡشَرُونَ (٣٦) لِيَمِيزَ ٱللَّهُ ٱلۡخَبِيثَ مِنَ ٱلطَّيِّبِ وَيَجۡعَلَ ٱلۡخَبِيثَ بَعۡضَهُ ۥ عَلَىٰ بَعۡضٍ۬ فَيَرۡڪُمَهُ ۥ جَمِيعً۬ا فَيَجۡعَلَهُ ۥ فِى جَهَنَّمَ‌ۚ أُوْلَـٰٓٮِٕكَ هُمُ ٱلۡخَـٰسِرُونَ (٣٧) سورت انفال ترجمه: بيشکه هغه کسان چي مصرفوي خپل مالونه د دئ لپاره چي د خداې له لاري څخه را و ګرځوي، نو دوې به مصرف کي دا بيا به په آخر کي پردوې افسوس وي بيا به دوې مغلوبه شي او کوم چې کافران دي وجهنم ته به وشړل شي۔ ددې لپاره چې… نور لوستل »