افغانستان

د ملي راديو تلويزون وياند او د ننګرهار والي سلاکار زبير خاکسار ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): د ملي راديو تلويزون وياند او د ننګرهار والي فرهنګي سلاکار حاجي محمد زبير خاکسار د ننګرهار سره رود ولسوالۍ خرکارانو کلي کې د ناڅرګندو بريدګرو له لوري وژل شوی دی.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې زبير خاکسار تېره شپه يادې سيمې ته د يو دوست کور ته مېلمه تللی و، چې شاوخوا نهه بجې د ناڅرګندو بريدګرو له لوري ووژل شو.

د خوږياڼي په وينا د زبير خاکسار مړی د ننګرهار دولتي روغتون ته راوړل شوی او امنيتي ځواکونو د نوموړي پر موټر لګېدلي مرمۍ تر لاسه کړي او په دې اړه يې څېړنې او پلټنې پيل کړي دي.

ليکوال او شاعر زبير خاکسار له تېرو پنځه ويشتو کالو راهيسې د افغانستان راديو تلويزون وياند و او په فرهنګي حلقه کې مخور سړی بلل کيده

د ننګرهار والي سليم خان کندزي او فرهنګيانو د زبير خاکسار په وژنه خواشيني څرګنده کړې او دا يې د هېواد ژورنالېزم او فرهنګ لپاره ستر زيان بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

ترهګرو، خو داسې به مو لیکلي وای چې مونږ وواژه. ############ چې چېرته سړی ګورئ وژنئ یئ.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x