ټولنیزه برخه

موږ او ابو جهل!

حامد افغان

ابو جهل په مکي حرم کې د صفا غونډۍ خوا ته رسول الله صلی الله علیه وسلم یواځې پیدا کړ، هغه ته یې سختي سپکې خبرې وکړې، په سر یې وواهه او ټپي یې کړ، هلته یوې کافرې مینځي دا حالت ولید، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره حمزه ته ورغله او دا کیسه یې ورته وکړه، حمزه سخت غوسه شو، او حرم ته ورغی.

ابو جهل د خپل قوم له سړیو سره ناست و، حمزه هغه ته په سپکو خبرو پیل وکړ، په سر یې هم وواهه، او ورته ویې ویل: زه ژوندی یم، د خپل وراره په دین یم او ته هغه وهې؟! د ابو جهل د قوم خلک د حمزه وهلو او له هغه نه غچ اخیستلو ته تیار شول، خو ابو جهل ورته وویل: “دعوا أبا عمارة؛ فإني والله قد سببت ابن أخيه سبًّا قبيحًا”. یعني ابو عمارة (حمزه) پریږدئ، څه مه ورته وایئ، ما د هغه وراره ته بدې ښکنځلې کړې دي.

ابو جهل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سختو دښمنانو نه شمیرل کیږي، د ټول مسلمان امت له خوا ملعون او مطعون دی، هر څوک یې له نومه کرکه او ورټ کوي خو په دې کیسه کې د هغه یوه کړنه د غور وړ بولم، او د درنو لوستوالو توجه ورته غواړم، هغه دا چې کله دی د حمزه رضي الله عنه له برید لاندې راغی نو د هغه د قوم سړیو له حمزه نه په اساني سره غچ اخيستلی شوی خو همدې ملعون ابو جهل هغوی منعه کړل، د خپلې خطا اعتراف یې وکړ او ځان یې د حمزه د سزا وړ او مستحق وباله.

ابو جهل که هرڅومره بد او د اسلام او د اسلام د پیغمبر دښمن و خو د دې کیسې په رڼا کې وینو چې هغه ځیني ښه انساني صفتونه هم لرل. او له بده مرغه زموږ حالت نن دومره ټیټ شوی دی چې په ځیني خویونو کې له ابو جهل سره هم د پرتلې وړ نه یو. ایا نن په موږ کې د ابو جهل دا صفت شته، موږ کولی شو د ابو جهل غوندي د غلتي اعتراف وکړو، خپل پلویان له خپله ملاتړه منعه او د یوې ورته شخړي په مهال ځان د سزا وړ وبولو؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبید

کیدلای سی ابوجهل ملعون دا درک کړی وی که حمزه رضی الله عنه ته څه ووایی د عبالمطلب دزامنو دغچ څخه به په امن نسی ځکه بنو عبدالمطلب هم کمزوری نه وه

محمد عبدالله

ابوجهل اصلی نوم عمرو بن الهاشم بن مغیره وو او ددنیا کارونو کی دیر بیدار وو او سردار وو اما چونکه دمحمدرسول الله صلی الله علیه واله وسلم سره یی دیر اختلاف وو او په حق پیژندلو اوپوهیدو چی محمد ص هیسکله درواغ نه وو ویلی او نه یی خیانت کړی وو او ترتولو امین او رختونی مبارک انسان وو بیاهم ابوجهل دکینی له وجهی د محمد ص او اسلام اومسلمانانو سره اختلاف او کینه کوو همدا یی وجه وو چی رسول الله ص ور باندی دابوجهل نوم کیخود او دا هم دتعجب خبره نده چی دابوالحکمة څخه ابوجهل ونومیدو… نور لوستل »

ګل احمد نیازی

دا منم چی په عمومی توګه عرب له عجمو نه ښه صفات لری دارنګه د محمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی هم که ابوجهل وو او که نور کافر وو بعضی ډیر ښه صفات یی درلودل لکه مهمان نوازی، صداقت وغیره اما دلته چی ابوجهل کوم ریښتینوالی ښودلی دا یی غرضی ریښتینوالی وه هغه داچی حمزه رضی الله عنه تر دی دمه اسلام نه وو راوړی او نه یی ښکاره کړی وو لیکن الله تعالی یی له خولی نه دایمان راوړلو خبره را ویستله نو ابو جهل ځکه خپل ملګری او قومیان تری منع کړل چی… نور لوستل »

اکرام

فکر کوم حامد افغان د احساس کمترۍ په ستونزه اخته شوی نن سبا د فیسبوکي افغانانو دا یوه عامه ستونزه ده چې ددې په یوه کونج کې د چا یو مثبت ټکی پیدا کړي نو بیا راشي نو له ځان او خپلو خلکو سره یي پرتله کوي. فکر کوم چې موږ د اخري زمانې مخلوق یو خود به یو څه ستونزې ولرو اما دا راته په ځای نه بریشي چې ابوجهل دې هم ددې دور له مسلمانانو غوره وګڼل شي نه پوهیږم دا کوم اصول او پرنسیپ دی؟؟ که داسې وي نو باید ووایو چې خنځیر هم له موږ بختور… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x