پرلپسې ملکي وژنې او درسنیو اوږده چوپتیا

American-atrocity-in-Afghanistan-genocide-11-03-2012دکونړولایت په شیګل کي یوځل بیادیرغلګروځواکونودبمونواومرمیوپه باران کي دوه ویشت  تنه ملکي هیوادوال چي زیاتره یې ښځي اوماشومان دي شهیدان شول .پیښه داسي وه چي دشیګل ولسوالۍ سولتن درې  ته داپریل پر۵مه  دشپې ۱۱بجې  داخلي عسکراویرغلګرځواکونه دچاپې په شکل راغلل ،دوی دطالبانوله سخت مقاومت سره مخ شول  ،جګړه ټوله شپه اوورځ ترمازیګره پوري روانه وه ، دواړوخواته ځاني تاوان ورسید

. دمعمول په څېر د یرغلګروالوتکودجګړې په جریان کي پرسیمه ړنده بمباري وکړه  چي له امله یې دملکي خلګودوه کورونه ویجاړشول ،په بمباراودیرغلګروپه مخامخ ډزوکي دوه ویشت  تنه ولسي وګړي  چي دیارلس یې یوازي ماشومان دي  شهیدان شول  .

دفبروري پر۱۳مه هم یرغلګرواوافغان ملګروپوځونویې دهمدې  (سولتن درې)  په چوګان کلي کي لس تنه ولسي وګړي شهیدان کړ ل   ،په وژل شووکي پنځه تنه ماشومان ،څلورښځي اویوسړی شامل ؤ .دکونړوالي وحیدي هم دملکي خلګودغه وژنه تائیدکړه   .
دطالبانو،دولت اویرغلګروځواکونوپرتلفاتوخبره نه کووځکه هغوی هریویې حتی طالبان چي  دوسایلواوامکاناتوله نګاه څخه کمزروي دي  هم خپل مطبوعات لري  اوهم له نورولاروخپل ږغ ترنړیوالورسولی شي .لویه ستونزه داده چي  دبې شمېره برېښنایې اوچاپي رسنیودپراخ فعالیت سره سره دولس په حال نړیوال څه چي دیوولایت خلګ دخپل ګاونډولایت له حال څخه ترډیره حده په سمه توګه نه خبریږي  .په تېره کوم جنایتونه چي ددولتي ځواکونو(اردو،پولیسواواربکیو)اونیواکګروله خواترسره کیږي  ترډیره بریده په  رسنیوکي له خپریدولیري ساتل کیږي ،اویادخبري ارګانونوڅښتنان اوژورنالیستان دڅوډالروترلاسه کولوپه خاطردخپل ولس سره پرشوي ظلم خاوري اچوي ،بېلګې یې زښته ډیري دي ،وروستیودوو- درووجنایتونوته یې دلته هم اشاره کوو.
دمارچ پر۲۰مه دهلمندولایت د موسی کلاولسوالۍپه کنجک سیمه کي داخلي عسکروشل تنه ولسي وګړي شهیدان اوګڼ شمېریې ژوبل کړ ل  ،دغه پیښه وروسته له هغه رامنځته شوه  چي ځایې پولیس یومسجدته ورغلل  اوهلته یې  دقران عظیم الشان سپکاوی وکړ ،خلګودپولیسوددې ناوړه پیښي  په غبرګون کي مظاهره پیل کړه  اوعاملینوته یې دسزاغوښتنه کوله چي دپولیسودبې دریغه ډزوښکاراویاد شوی  تلفات ورته ورسیدل  .همداناوړه پیښه دهلمندولایتي چارواکوهم تائیدکړه .
دغه رازدمارچ پر۲۷مه  دلوګر ولایت دبرکي برک ولسوالۍ په سجاوند سیمه کي یرغلګرواوداخلي عسکروپه ګډوعملیاتوکي  اته ویشت تنه ملکي هیوادوال شهیدان   اویوزیات شمېریې بندیان کړل   . دعیني شاهدانودویناله مخي  چي د یرغلګروپه بمبارکي  ډیرکورنه وران اوولسي وګړي پکي شهیدان شول ،تربمباروروسته بهرني اوداخلي پلي ځواکونه په کلي ورګډشول  ډیرملکي  خلګ یې له کورونورابهراوکوم نامعلوم ځای ته نقل کړل ، دعملیاتوڅخه وروسته دځینوکلیوالوجسدونه په دښتوکي پیداشول چي نسونه ،پوزي اوغوږونه یې څیري شوي وو  .همداپیښه لومړی دلسهاووطالبانوپه مړینه تعبیرشوه ،وروسته دلوګروالي (عزیزي )دپنځو تنو  ملکي وګړوشهادت تائیدکړ،دیادي شوي  پیښي په دوهمه ورځ دلوګردولایتي شوری رئیس ومنل چي په دغه پیښه کي ترشل تنه ډیرولسي وګړي شهیدان شوي دي .
دیواودوورسنیوپرته نوروټولورسنیوپرهمدې یادوشوو جنایتونواوظلمونو خولې اوسترګي  پټي کړې .خدای جل جلاله ،مظلوم ولس اوخپل مسلک ته  یې شااوډالروته یې مخ کړ،په ځینومواردوکي آن چارواکي ومني چي دیرغلګروپه عملیاتوکي دلته اوهلته دومره اوهومره ملکي تلفات رامنځته شوي ،خودرسنیوپرخولودسکوت مهرونه  داسي سریښ شوي وي چي وطن پرستي اوبشردوستي یې نشي ترې بېلولای ،څوچي ډالري  پیشکش (پیچکش )ورته سیخ شوی نه وي .
نوویلای شوچي همداقلمار په اصل کي دنړیوالویرغلګروټوپکماروجرمي شریکان دي . 
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د