افغانستان

د امريکا ځانګړی استازی: افغان عسکر زموږ له مرستې پرته څه نه شي کولی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی وايي چې په افغانستان کې د دوی روزل شوي عسکر د دوی له مرستې پرته څه نه شي کولی.

ریچارد اولسن په بروکسل کې خبريالانو ته وويل چې په افغانستان کې يې روزل شوي افغان عسکر لا هم مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي پر ناټو غږ وکړ چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې دې له افغان عسکرو خپلې مرستې نه سپموي.

تر اولسن وړاندې په افغانستان کې د بهرنیانو نوي قومندان جان نیکولسن جونیر هم وویل چې د دوی روزل شوي عسکر کلونه وخت ته اړتیا لري چې پخپلو پښو ودرېږي.

دا په داسې حال کې دی چې سیګار پخپل وروستي راپور کې ويلي چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي او په وينا يې پر میلیاردونو ډالرو لګولو سربېره طالبان د پخوا په پرتله خورا ځواکمن شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x