ادبي لیکني

مه کوه په چا…

نعمان مرور

نادر او شاهد په یوه لوی ښار کې دوه ملګري وو، نادر د رخت دوکان درلود کور یي په لري کلي کي وو او همدلته په ښار کې یي یوه کوټه په کرایه نیولي وه په جمعه کې به یو ځل کور ته هم تلو.

د شاهد پلار د عربو مسافر وو شاهد او کشرانو وروڼو خویندو یي سبقونه ویل.

دوې به هر ښه او بد کار یو ځای سره کوو،د یوه پلار په کلي کي وو او د بل پلار په عربو کې وو نو د پوښتنې والا یي څوک نه وو،شاهد به د پوهنتون څخه راغی نو سم به د نادر دوکان ته ورغی،هلته به تر ناوخته ناست وو،دوکان ته به که کومه ښځه یا جینۍ ګوښې راغله نو هغه به یي تنګولا اشارې به یی ورته کولې او شاهد د پوهنتون محصل وو نو کله کله به یي د پوهنتنون ملګرې هلته رواغوښتې او بیا د نادر کوټې ته به ورسره لاړو.په همدا طریقه یی د ډیرو جینکیو ژوند برباد کړی وو.

خو د پیسو پریماني او د ځوانۍ مستي وه نو دواړه ته به دا کارونه ټوکې ښکاریدل.

یوه ورز نادر شاهد ته زنګ اووهو چې نن وختي د پوهنتون څخه راشه یوه جینۍ چې د ډیر وخت نا خبرې ورسره کومه،ډیرې تحفې او پیسې مې هم ورکړي نن یي وخت ده چې کوټې ته یی راولو او هر څه تر پورا کړو.

شاهد ډیر خوښ شو.ورته ویل یي بس سمه ده زه مازدیګر ته درځمه.

په شاهد ورز ډیره اوږده تیره شوه،د پوهنتون څخه چې راغی په منډه یي ځان تیار کړو،مور یي ورته ویل بچیه څه درباندي شوي،لګ خو کور هم کینه زموږ پوښتنه کوه.ته خو هر وخت په بازارونو کې ورک وي دا ځل دی چې پلار زنګ راته اووهي نو خامخا به دا خبرې ورته کومه.

شاهد ورته غوسه شو،مورې یو خو ته نه رانه خوشحالیږي،ځوان یم بیا هلک یم څه ماشوم یا جینۍ خو نه یم چې راباندی ډاریږي.همدا خبرې یي کولې موبایل ته یي د نادر زنګ راغی په منډه د باندي اووتو نادر ورته ویل چې ته راځه کوټې ته هغه جینۍ پسي لګ ورسته کور ته ورځم او راولم یي.

شاهد موټر سایکل باندي روان شو،د نادر کوټې ته ورسیدو،دروازه یي خلاصه کړه،څملاستو او وخت نه ورباندي تیرو،غوګو ته یي ګوشاکې اچولې وي سندرې یی اوریدي په کوټه کې ګرځیدو راګرځیدو.

د نادر زنګ ورته راغی بلي شاهده اووري،زه د نږدي یم ته لاړ شه زرغون هوټل کې مې د ډوډۍ نا ورته ویلي وو ته هغه راوړه بیرته زر راځه.

شاهد بیا په موټر سایکل کیناستو هوټل ته ورغی درې خوراکه سیخونه یي راوخیستل،بیرته را روان شو.مخته لار بنده وه،ډیر ګڼه ګوڼه وه،

ورباندي ناوخته شو،لار چې خلاصه شوه موټر سایکل یي په منډه روان کړو،کوټې ته ور ورسیدو دروازه یي ور وټکوله،نادر دروازه ورته راخلاصه کړه.

جینۍ ناسته وه په ژړه کې لګیا وه خبرې یی کولې “تا خو ماته داسي نه وو ویلي تا خو ویل واده درسره کومه،ماته دروازه خلاصه کړه زه ځمه کور ته ناوخته ده”

شاهد ورته ځیر شو د لاسه یي ډوډۍ ولویده.بشرې خورې ته یي؟جینۍ پاس ورته راوکتل په چغو شوه وروره نادر ډیر بد راسره وکړل،خطا یي کړمه.

د شاهد د پښو لاندي ځمکه تاویده،سترګې یي څلور شوي.لار ورنه ورکه شوه،پړ مخ په ځمکه ولویدو………

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x