fbpx

د تاریخ فلسفه

history

د تاريخ په اړه مخلتف خلک مختلف نظريات لري څوک يې مازې د تېرو قومونو کيسې بولي، څوک يې بيا درسونه او عبرتونه ګڼي، څوک يې علم ګڼي، څوک يې فن بولي، ځينې ورته د خپل قوم د پېژندګلو نوم ورکوي. يهودو ته له هر چا ډېر اهميت لري او د خپل نژاد او دين لپاره يې ستنه بولي، څوک يې څه او څوک يې څه بولي. دلته د کوم خاص ګوند او مذهب، عقیدت او فلسفې څخه بحث نه کوو، بلکې د تاريخ منطيقي مفهوم او فلسفې څخه چې زمونږ د موضوع محوري نقطه ده غږيږو.

دتاريخ موضوع يوازې بشري پيښې ندي بلکې ټول بشري ژوند په خپله غېږه کې د خپلو خاصو قوانينو تر چتر لاندې تر خپلې دقيقې معاينې نيسي او بيا يې پنځه تقسيمه کوي “ټولنه، سياسيت، اقتصاد، روح او فکر” بلکې څومره چې د تاريخ د فلسفې ژورتيا پراخيږي هومره يې د عمل دايره لدې هم زياته پراخي مومي.

لکه څنګه چې ټول خلک فيلسوفان ندي، تاريخ هم دوه بڼې لري، فيلسوفان چې د عقل او باطن ( د باطن نه کوم خاص مذهب مراد نه دی، بلکې مطلب ورڅخه تخيل او تفکر دی ) خلک دي د هغوی لپاره باطني اړخ لري، چې د همدې نقطې په اساس تاريخ فيلسوف ته خپله اړتيامحسوسوي. دوهم ډول عام خلک دي، تاريخ ته کيسه وايي او د لوستلو پر وخت ورڅخه د ناول پر څېر خوند اخلي. دې خلکو ته تاريخ هم خپله بڼه بدلوي او يوازې خپله ظاهري څېره ورښکاره کوي. نو ويلی شو چې تاريخ ظاهر او باطن لري هغه خلک چې په دې نظر دي چې تاريخ مازې يوه کيسه ده، هغوی اصلا د تاريخ له اسرارو او فلسفې لري پاتي دي.

لکه څنګه چې د ډېرو علومو شروع او تاداو اسلامي علماو ايښی دی همداسې د تاريخ د فلسفې د بنياد او شروع امتياز هم اسلامي علماو ته حاصل دی. ابن خلدون اسلامي تاريخ پوه او ټولنپوه د اول ځل لپاره فلسفه د تاريخ لپاره د چاڼ په توګه استعمال کړه، دا په داسې حال کې چې تاريخ د مبالغې، او مدحې ښکار شوی و، د خلفاو او حاکمانو په نسب او تاريخي موادو کې به هغوی ته د نزديکت په خاطر داسې شيان ليکل او ځای پر ځای کېدل چې د واقع خلاف به وه، له همدې امله ابن خلدون داسې قواعدو ته اړتيا محسوسه کړه چې په هغې سره تاريخ له هر قسمه خرافاتو، مبالغې او بدلون څخه چاڼ او لرې وساتل شي، ځکه خو ابن خلدون دتاريخي پېښو په اړه د تاثر او په عملي ميدان کې يې پر اغېزو ټينګار کوي او د يو خليفه او حاکم تاريخي مواد له ټولنيز ژوند څخه د هغه د اعمالو او کړنو څخه چې محصول يې تاثير (ايجابي يا سلبي) دی په لاس راوړي. دا نظريه په حقيقت کې د تاريخ د محصول يا نتيجې او د تاريخي پېښو تر منځ ربط ټينګوي، چې د دې پر واسطه تاريخ د بې ځايه خرافاتو او مبالغو څخه بچ ساتي او همدا د تاريخ د فلسفې د مهمو دندو څخه يوه دنده ده چې په لاندې کرښو کې ورباندې د رڼا اچولو کوښښ کوو.

د تاريخ فلسفه پر ځېنې بعضو نورو دندو برسيره دوه اساسي دندې لري.

اول: د تاريخ د فلسفې لومړۍ دنده چې د فيلسوف ابتدايې نقطه هم بللی شي، د تاريخې مادې يا تاريخي پېښې د حقيقت او عدم حقيقت تفتيش او پلټنه ده. فيلسوف د دې لپاره چې د حقيقت او عدم حقيقت تفرق وکړي، مختلف سوالونه واردوي او په ائنده کې د دغې تاريخي موادو د ليکلو او صفت (تسجيل يا register)کولو لپاره خاص منهج غوره کوي. کله چې د يوې پېښې په اړه پلټنه کوي لومړی دا پوښتي چې ايا دا حقيقت لري کنه؟ که حقيقت لري نو دا محاله دی که نه؟ دليل ورباندې څه شی دی، ايا په ټولنه کې يې څه اغېزې تر سترګو کيدای شي، يا شوي؟ ايا د پېښې په اړه د موضوعيت او حياد څخه کار اخيستل شوی کنه؟ د واقع سره بلکل برابر دی کنه؟ که برابر ندی نو څه عامل او قرينه يې سبب کېدای شي؟ او دليل يې څه دی؟. دا او دې ته ورته سوالونه د فيلسوف له لومړيتوبونو څخه دي. د دې سوالونو اصلي مطلب لکه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه د تاريخي مادې د اجزاو( وخت، سبب، اغېزې او تاثير…) ترمنځ ربط او علاقه ټينګول دي، او ټول په شريکه بيا د صحت او حقيقت ته د رسيدلو لار برابروي.

دوهم: دوهمه دنده يا دوهمه مرحله، چې د اولې معاينې په برکت فيلسوف ته مهيا کېږي او نسبت له اولې دندې، ډېر تفکر او تدبر ته اړتيا لري، د موادو ( وروسته د معاينې او ترتيب نه) مخې ته کېښودل او د پراخه او ژور نظر له لارې يوه کليه قاعده مخې ته وړاندې کول دي، چې همدې ته د تاريخ د فلسفې محصول هم ويلی شو.

د مثال په توګه د قومونو د هلاکت ډېر مثالونه شته او خه موثق (په قران او حديثو ثابت) او دقيق هم دي،اسباب د هلاکت يې هم روښانه دي، وروسته له نظر او فکر نه يوه قاعده د محصول په طور په لاس را تلی شي چې “هر هغه قوم چې د الله جل جلاله په زمکه کې فساد او شر ته لمن وهي، د الله نافرماني کوي، فحشا او منکرات په کې مروج او روا وي هغه قوم الله جل جلاله تباه او نابود کوي. همداسې فيلسوف هم په دې ترتيب خپله دنده سر ته رسوي او د تاريخي پېښې نه يوه نړيواله فلسفه او قاعده جوړيږي او بشريت له هر هغه څه اګاه او ساتي چې مخکې قومونه په کې ښويدلي او لويدلي.

خپله اولنۍ مقدماتي خبره په همدې ځای پای ته رسوم ځکه چې د خلکو هسې هم د اوږدې مقالې او اوږد بحث سره ډېره نده جوړه، بالخصوص د ځوان نسل د چا د روښانه مستقبل اميد چې د دې مقالې سبب و ګرځېد.

نور بيا…

لطف الرحمن افتاب

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د