افغانستان

ولسمشر غني: څوک چې جګړه کوي؛ سوله ورسره نه کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې دوی له هغه چا سره سولې ته نه دي تيار، چې لا يې هم وسله په لاس کې ده او د ده په خبره د افغان ملت پر ضد جنګېږي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ کې د موبي ګروپ د وژل شويو له وارثینو سره په لیدنه کې وکړي.

محمد اشرف غني په افتخار سره وویل چې یوازې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې يې ۳۰۰ تنه مخالفين وژلي او په وينا يې د خلکو غچ يې ترې اخیستی دی.

ولسمشر غني په داسې حال کې د جګړې پر دوام ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې د سولې د هڅو په پلمه په اسلام اباد او کابل کې څلور اړخیزې ناستې هم وشوې.

په ورته توګه د قطر په مرکز دوحه کې د پګواش له لوري جوړ شوي کنفرانس کې هم د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وشوې.

تر دې وړاندې هم افغان ولسمشر ټينګار کړی و، چې څوک جګړه کوي، اساسي قانون نه مني دوی ورسره خبرو ته تیار نه دي.

د شنونکو په باور ولسمشر له طالبانو نه د سولې نه؛ بلکې تسلیمۍ تمه لري چې هغوی به يې په هیڅ قیمت ورسره نه مني.

ياده دې وي د پګواش د ناستې په اړه هم ارګ پخپلو څرګندونو کې و يلي و، چې دوی له هغه چا سره خبرو ته تیار نه دي چې شرطونه ږدي، خو پخپله يې شرط ایښی و، چې مخالفين باید اساسي قانون ومني، وسله پر ځمکه کېږدي او خبرو ته تیار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دومره احمق زنده جان می خپل تول عمر کی نه ده ليدلي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x