د عائشي د برکتي غاړکۍ کیسه

لیکواله: ایمان وردګ –

حضرت عایشه ( رضی الله تعالی عنها)  فرمایي: موږ په یوه سفر کې له رسول اکرم ( صلی الله علیه وسلم)  سره وو، په ذات الجیش نومې دښته کې زما غاړکۍ ولویده او ورکه شوه، د لټولو او موندلو له پاره یې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم)  قافلې ته د دریدلو امر وکړ. دلته نه موږ سره اوبه وې او نه هم کوم داسې ځای نږدې و چې اوبه مو ترې راوړې وای.

خلک راغلل زما پلار حضرت ابوبکر صدیق ( رضی الله تعالی عنه)  ته یې زما شکایت پیل کړ: وګوره ستا د لور عایشې له لاسه موږ په کوم مصیبت کې پاتې شوو. زما پلار په داسې حال کې زما خوا ته راغی چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم)  زما په زنګون سر ایښی وو او ویده وو.
پلار مې له راتلو سره سم په غوسه راته وویل اې عایشې! تا رسول اکرم ( صلی الله علیه وسلم)  او خلک په داسې حال کې درولې چې نه ورسره اوبه شته او نه هم کوم داسې ځای تر سترګو کیږي چې دوی ترې اوبه راوړي.

عائشه وایي: پلار مې ښه  وترټلم ان تر دې چې په تشي کې یې وسکونډلم،  خو زه یوه ذره هم ونه ښوریدم ځکه  ویریدم چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) له خوبه ونه وځي. ټوله شپه تیره شوه د سهار لمانځه وخت سره سم د قرانکریم د تیمم ایت نازل شو، ټولو تیمم وکړ او لمونځ یې اداکړ.

حضرت اسید بن حضیر ( رضی الله تعالی عنه)  وویل:  اې د ابوبکر کورنۍ! دا ستاسو لومړی برکت نه وو. کله مو چې هماغه اوښ د سفر لپاره پاڅاوه په کوم چې زه سپره وم،  تر هماغه اوښ لاندې زما غاړکۍ هم پیــــــــــدا شوه. (بخاري، مسند احمد)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د