افغانستان

د امريکا دفاع وزير: افغانستان کې به روان کال جګړه زور واخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر وايي چې روان ۲۰۱۶ ميلادي کال به په افغانستان کې د سختي جګړې شاهدان يو.

کارټر تېره ورځ په پينټاګون کې خبري کنفرانس ته وویل چې دوی روانې وضعې ته په کتو اندېښمن دي چې په روان کال کې به جګړه ډېر زور واخلي.

د هغه په خبره خپله دا اندېښنه يې د ګډ حکومت له مشرانو سره هم شريکه کړې ده، چې په وينا يې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړه پر دې پوهېږي چې مخالفين به يې سږ کال تر پخوا لا جګړې ته زور ورکړي.

کارټر په داسې حال کې د جګړې د شدت اندېښنه څرګندوي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال پیل د سولې د هڅو په پلمه د ناستو شاهد و.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امريکايي قواو نوي قومندان هم په ډاګه کړې چې افغان عسکر د جګړې پر وړاندې بې وسه دي او په وينا يې له دوی پرته هیڅ نه شي کولی.

ریچارد اولسن په ناټو غږ کړی چې افغان عسکر دې یوازې نه پرېږدي، کنه په دوی کې دومره زور نشته چې پر ځای پاتې شي.

ياده دې وي سیګار هم په خپل وروستي راپور کې ويلي چې افغان حکومت د خپلو مخالفينو پر وړاندې کمزوری کېږي خو مخالفين يې مخ پر وړاندې روان دي.

د دوی په خبره طالبان ورځ تر بلې غښتلې کېږي، چې ګډ حکومت د خوشالۍ زېری نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x