دکنړ په شیګل کې دنیواکګرو تازه وحشت

Childrenدهیواد په ختیځ کې داشغالګرو امریکايي ځواکونو او دکابل دګوډاګي رژیم دعسکرو له لوري دمظلومو او بې دفاع افغانانو دوژولو او ټپي کولو په تعقیب  تیره ورځ یو ځل بیا دکنړ ولایت په شیګل ولسولۍ کې دوحشیانه او ړندې بمبارۍ او مخامخ ډزوپه ترسره کولو سره ترشلو زیات ملکي وګړي چې ډیری یې ماشومان او ښځې دي شهیدان او یو شمیر نور یې ټپيان کړل.

له کونړ ولایت نه په وروستيو ترلاسه شویو راپورونوکې ويل شوي تیره ورځ دامریکايي ځواکونو له لوري دشیګل دشلتن درې په سیمه کې په یوه کلي باندي ړنده بمباري ترسره شوې چې له امله یې درې کورونه چې د دریو وروڼو وو په بشپړه تو

ګه تخریب شوي همداراز شاوخوا څو نور کورونه هم زیانمن شوي په پیښه کې  ۲۲ تنه چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي او یو شمیر نورټپيان دي.

دپیښې له ځایه عیني شاهدانو ویلي چې شهیدان شوي کسان ټول ملکي وګړي دي،۱۶تنه یوازي دیوه کور او ۶ تنه نور دشاوخوا کورونواوسیدونکي دي . په راپور کې لیکل شوي په شهیدانو کې ۱۳تنه کوچنیان او نهه تنه نورنارینه او ښځې دي.

دکرزي دګوډاګۍ ادراې امنیتي چارواکو داشغالګرو دمدافعینو په حیث دپخوا په څیر یو ځل بیا ددې نه توجیه کیدونکي جنایت اوسترې فاجعې پیښه ډیره کمه وښوده او په دروغو یې وژل شوی کسان اکثر وسلوال وښودل.

دکرزي دګوډاګۍ ادارې دکنړوالي  پېښه ډیره وړه یاده کړه اوزیاته یې کړه چې دپیښې له ځایه داسعداباد روغتون ته یوازي اووه ټپي ښځې وروړل شوي،نوموړی زیاتوي چې دشیګل په ولسوالي کې دخارجي او داخلي ځواکونو له لوري دطالبانو په ضد یو لړ عملیات ترسره شوي ،په دې عملیاتو کې یو تن امریکايي عسکر وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له سیمې نه ازادو خبریالانو او عیني شاهدانو د۲۲تنو شهیدانو خبر ورکړی او ټول یې ملکي وګړي بللي.

په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي په کومه سیمه چې بمبار شوي ،هلته  وسلوالو کسانو هیڅ وجود نه درلود او نه کوم نظامي تحرکات ترسترګو شوي.

دپیښې دلا روښانتیا او نورو جزیاتو دترلاسه کولو په موخه مو په سیمه کې دمجاهدینو له یو تن نظامي مسول سره تماس ونیو،نوموړي ددې واقعې په اړه وویل ، تیره ورځ دشیګل ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې له اشغالګرو ځواکونو او دګوډاګۍ ادارې له داخلي عسکرو سره مجاهدینو مخامخ بریدونه ترسره کړل ،نوموړي زیاتوي تیره شپه یولس بجې دشیګل ولسوالۍ دشلتن درې په سیمه کې امریکايي ځواکونو او ګوډاګیو عسکرو چاپه ووهله چې سم دستي پرې مجاهدینوحمله وکړه دښمن یې محاصره کړچې په نتیجه کې ګڼ شمیر خارجي او داخلي عسکر ووژل شول ،همداراز مجاهدینودولسوالۍ په ودانۍ ،شینکورک ،تورې بورې،استحکام،او ابوناوو سیمو په امنیتي پوستو وسلوال بریدونه ترسره کړل چې دجګړې په جریان کې دښمن ته دروند ځاني زیان وواښت او ګڼ شمیر عسکریې ووژل شول،دجګړې په جریان کې ۶تنه مجاهدین هم شهیدان شول، له دښمن سره دا جګړه چې د شپې(داپریل په ۵مه ) په ۱۱بجې پیل شوه ترسبا مازیګره پورې یې دوام درلود.

نوموړ ي زیاتوي څرنګه چې دښمن دټولې ورځې په جریان کې په مخامخ بریدونو او ددرنو وسلو په وارنو کې درنه مرګ ژوبله ولیده نو دانتقام اخیستلو په موخه یې ړنده بمباري پیل کړه ،دمجاهدینو دموقعیت ترڅنګ یې دولسي وګړو کورونه هم په نښه کړل ،دشلتن درې دشګه خوړګۍ په کلي کې یې دوحشیانه بمبار له امله درې کورنه په مکمله توګه ویجاړ او شاوخوا نور کورونه یې هم زیانمن کړل. ویجاړ شوي کورونه د دریو وروڼو علي خان، شريف الله او بهرام سيد وو چې پکې خپله علي خان او دنوموړي دوه وروڼه ،۸ بچیان، دوې مږندې(دزامنوښځې) اویوه خورزه ټول شهیدان شول.

نظامي مسول زیاتوي په کومه سیمه چې بمبار شوي دا له هغې سیمې چې مجاهدین پکې په جګړه بوخت وو لرې او جلا منطقه وه .چې مجاهدینو هلته له سره شتون نه درلود.

په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دسیمې خلګو له پیښې وروسته دښځينه شهیدانو جسدونه خاورو ته وسپارل او د۱۳تنوماشومانو او نارینه ووجسدونه یې داعتراض په توګه له ځان سره واخیستل او داسعدابادښار په لور یې لاریون پیل کړترڅو دخپلو مظلومیت اواز پورته کړي او دوحشي اشغالګرو ځواکونو او دکورنیو غلامانودا ستراونه توجیه کیدونکی جنایت نړیوالوته وښیې،خو دکابل رژیم دګوډاګيو عسکرو له لوري یې مخه ونیول شوه ،په اعتراض کوونکویې ډزې وکړې چې نوره مرګه ژوبله یې هم واړوله .راټول شوي کسان دشلتن پول په سیمه کې له ۳ساعته انتظار وروسته بیرته خپلې سیمې ته ستانه شول او دخپلو معصومو ماشومانو جسدونه یې خاورو ته وسپارل .

داشغالګرو وحشي ځواکونو او دکابل ادراې دمزدورو عسکرو ددې ستر جنایت،ظلم او تیري پرپیښه تردې مهاله تش په نامه دبشرحقوقوسازمانونو اونه هم نورو مدني ټولنو ددې فاجعې په تقبیحولو سره کوم عکس العمل ښودلی، تردې پېښې څو ورځې وړاندي چې دفراه ولایت په مرکز کې دکرزي ادارې په ظالمومنسوبینوعدلي چارواکوقاضیانواو څارندوالانواو همدا راز نظامي اوامنیتي کسانو عدل پرپا کړاودخپل ظلم انجام یې دسر په سترګو پرې ولید،دبشر حقوقود دفاع  ګڼو ټولنو شوراو فغان ګډکړ،ترسره شوي عملیات یې وغندل او  وژل شوي کسان یې ملکیان وبلل.

دکنړ په ولایت کې داشغالګرو عسکرو له لوري په ملګي وګړو ړنده بمباري په داسي حال کې ترسره کیږي چې تردې وړاندي دکابل دغلام رژیم مشر کرزي دملکي وګړو پر مرګ ژوبلې دمصنوعي خفګان ترڅنګ کرښه کش کړه چې نور به په اولسي سیمو بمبار نه ترسره کیږي او نه به امنیتي ارګانونه دبمبار له پاره له خارجي ځواکونو دمرستې غوښتنه کوي.

دافغانستان اسلامي امارت دکنړ پرغمجنه پیښه او دملکي وګړو پرعامه وژنه سخته خواشیني ښودلې او دیوې اعلامیې په خپرولو سره یې اشغالګرو او کورنیو ګوډاګیانو ته اخطار ورکړی چې مجاهدین به دخپلو مظلومو هیوادوالو انتقام ډیر ژر اخلي او له غچ اخیستلو پرته به په بل څه قناعت ونکړي.

له الاماره نه په مننه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د