
حقوق بشر: ایران د سوریې جګړې ته افغانان په زور لیږي
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل) د ملګرو ملتونو د حقوق بشر د څارني څانګه وايي چې د ایران دولتي ځواکونه افغانان په زور د سوریې جګړې ته لیږدوي.
دغه سازمان نن د شنبې په ورځ یوه تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه افغاني شیعه جګړه مارو ته اسانتیاوي برابروي تر څو په سوریه کې د بشار الاسد په ملاتړ جګړو کې برخه واخلي، او زیاته کړې کوم افغانان چې جګړې ته له تګ څخه انکار کوي، هغوی ته ګواښ کوي چې د نه تګ په صورت کې به یې له ایرانه وباسي.
باید وویل شي چې د سپاه پاسداران انقلاب زیات شمېر ځواکونه او جنرالان په سوریه کې د بشار الاسد په ملاتړ جنګیږي.
په ایران کې نیژدې ۳ ملیونه افغانان ژوند کوي چې د هغو څخه یې زیات شمېر هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.
د حقوق بشر ادارې ویلي چې زیات شمېر افغانان له ایران څخه اروپا ته په دې خاطر هم هجرتونه کوي، ځکه چې په دغه هیواد کې د استوګني په صورت کې به دوی د سوریې جګړې ته لیږدول کیږي.
ددې تر مخه هم ډیر داسي راپورونه نشر شوي چې ایران افغاني کډوال د سوریې جګړې ته د پیسو او مهانه معاش په بدل کې لیږي.
ځیني افغاني او پاکستاني اتباع داسي هم سته چې د شیعه عالمانو له لوري د مذهبي جزبې پر اساس سوریې ته لیږل کیږي او هلته ورته د سني مسلمانانو د قتل عام اجازه ورکول کیږي.