افغانستان

فاریاب کې د ملي اردو د هوان مرمۍ پر دوو کورونو لګیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د عامو خلکو پر دوو کورونو د هاوان مرمۍ لګیدلي چې له امله یې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي.

پېښه تېره شپه په کلا ګدا سیمه کې هغه وخت رامنځته شوي کله چې د طالب ځواکونو او ملي اردو ترمنځ جګړه ونښته، د جګړې په دوران کې د هوان مرمۍ پر دوو کورونو لګیدلي چې له امله یې یوه ښځه وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د سیمي خلکو په پېښه کې د ملي اردو ځواکونه ګرم بللي.

د فاریاب والي انور سادات رسنیو ته د جګړې او ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلي اوښتو خبرونه تایید کړل خو په جګړه کې یې د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات ور نه کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x