افغانستان

د عامې روغتيا وزیر: د ناروغيو پنځوس سلنه ناسم تشخیص کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د عامې روغتيا وزیر وايي چې په هېواد کې د دوی د شمېرنې له مخې د ناروغيو پنځوس سلنه تشخیصونه ناسم شوي دي.

فیروزالدين فیروز نن په کابل کې د جمهوريت روغتون د بېړنۍ څانګې د پرانیستې په مهال وویل چې په هېواد کې د مسلکي کدرونو د نشتوالي له امله ان د تشخیص سم ماشينونه هم ناسمې پايلې ورکوي.

د هغه په خبره د هېواد په سطحه شاوخوا ۱۸۶ روغتيايي مرکزونه فعال دي چې ډېر يې معياري نه دي.

د عامې روغتيا وزير په هېواد کې د بې کيفيته درملو د مخنيوي په اړه هم خپله بې وسي څرګنده کړه او په زغرده يې وویل چې د بې کيفيته درملو د پلور مخه نه شي نيولی.

فیروز وړاندې وویل چې د بې کيفیته درملو د مخنيوي په برخه کې يې يوازې دومره کړي دي چې هڅه يې کړي چله ځينو هېوادونو سره قراردادونه لاسلیک کړي چې پر اساس يې با کیفیته درمل وارد شي.

نوموړي د جمهوریت دولتي روغتون د بېړنۍ څانګې ټول لګښت پنځه میلیونه افغانۍ وګاڼه او ويې ويل چې دولتي روغتونونه د هېواد په سطحه هرکال ۹۰۰ زره تنو درملنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x