افغانستان

د ښځو د حقونو د ساتنې په موخه نکاح خطونه وېشل کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل ): د ښځو چارو وزارت له لوري د ښځو د حقونو د ساتنې او په ښځينه قشر د خشونت د منعې لپاره د نکاح خطونو د وېش لړۍ پیل شوه.

په ښځو چارو وزارت کې د جوړې شوې غونډې په اوږدو کې د ښځو چارو وزیرې وویل چې دوی دا کار له خپل وزارت نه پیل کوي او خپلو همکارانو ته به نکاح خطونه ور وویشي.

مېرمن دلبر نظري وویل چې دوی د هغو کسانو لپاره چې اولادونه لري پر نکاح خط سربېره د اولادونو لپاره وثیقې هم ورکوي او بې اولادو ته یوازې نکاح خطونه ور وویشي.

د نظري په خبره دوی دا چاره د سترې محکمې په مرسته پیل کړې او موخه يې دا ده چې د ښځو له حقونو دفاع وکړي.

د هغې په خبره د نکاح خط د نه لرلو له امله د میراث او نورو حقونو په برخه کې ښځينه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

په یاده غونډه کې يادونه وشوه چې دا نکاح خطونه به د نا خوښه ودونو، په بدو کې د ښځو د ورکړې او ګڼو نورو ستونزو په مخنيوي کې ګټور ثابت شي.

په غونډه کې د سترې محکمې د اسنادو او وثایقو د ثبت رییس صدیق الله حقیق هم د دې ګام هرکلی وکړ او ويې ویل چې دوی اماده دي چې په دې برخه کې د ښځو چارو وزارت سره همکار واوسي.

ياده دې وي د هېواد په ځينو برخو کې د ښځينه و پر وړاندې زور زیاتي مدني بنسټونه او د ښځو د حقونو پلویان اندېښمن کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x