شعـــــرونه

د مشفق حريت مل نوی غزل

مشفق حريت مل

غواړم چې ووايم رښتيا غزلې وليکمه
په دې حالاتو د دنيا غزلې وليکمه

غماز مې زر فکر بدل کړي مخ مې واړوي چې
دلبره کله به په تا غزلې وليکمه

هيڅ نه پوهېږمه چې ولې خاموش شوی ده شعر
هڅه مې وي چې هر سبا غزلې وليکمه

د وخت نادودو مې د ژوند خوشالۍ ولوټلې
زه به اوس څنګه د خندا غزلې وليکمه

د ښار له ژونده مې زړه چوي ما چېرته لرې يوسئ
پريږدئ چې يمه زه تنها غزلې وليکمه

مشفقه لپې خدای ته پورته کړه چې رحم وکړي
چې بيا شاعر شمه او بیا غزلې وليکمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x