غرب دمسلمانانو لپاره څه ډول اسلام غواړي؟

مولوي عبدالهادي مجاهد

غرب که لوې خوا په ټوله نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو په خلاف یوه هراړخیزه جګړه پیل کړې ده له بلې خوا ښه په شد او مد سره دا دعوه هم کوي چې غرب له اسلام سره دښمني نه لري، بلکه په اسلامي نړۍ کې دحکومتونو مرستې کوي ،او غربي هیوادونه او مؤسسې د مسلمانانو ولسونو د ژوند دسطحې د لوړولو او هغوئ ته دخدمت کولو لپاره ښه ډیر پلانونه او پروژې لري، چې دا هر څه پدې دلالت کوي چې غرب له اسلام او مسلمانانو سره دښمني نه لري .

پورتنۍ دواړه خبرې هره یوه پر خپل ځای سمه ده. او هغه داسې چی غرب په خپل ذهن کې دوه ډوله اسلام لري،یو هغه اسلام چې د الله تعالی له لوري پر محمدصلی الله علیه وسلم نازل شوی ، مسلمانانو د تاریخ به اوږدو کې منلی، له هغه یې دفاع کړې ده. او همدا دین مسلمانان د یو داسې امت په حیث معرفي کوي چې په خپل هر څه کې له نورو خلکو جلا او د خپل ایمان له امله تر نورو ټولو انسانانو غوره بولي . دغه اسلام هغوئ ته د شریعت د منلو او نورو خلکو ته دهغه د ورسولو امر کوي، دعوت د مسلمانانو وظیفه او د دعوت د رسولو په لاره جهاد فریضه بولي. شریعت یې په هر څه کې پوره دی، او له نورو دینونو او نظریاتو سره (پیوندکارۍ)ته ضرورت نه لري، له اسلامه پرته نورو ټولو دینونو او نظریاتو ته (کفر) (جاهلیت) او(فتنه) وایې ،او خپلو پیروانو ته امر کوي چې د(کفر) (جاهلیت) او (فتنې) په خلاف شرعي (قتال) او (جهاد) وکړي.

دغه اسلام(حق) یوازې په خپل ځان کې منحصر ګڼي، ځکه چې د ټولو پخوانیو منسوخ شویو اسماني دینونو(حق) او ښیګڼې یې په خپله غیږه راټولې کړې دي.

دوهم ډول اسلام هغه دی چې غرب د خپل (استشراقي) (استعماري) (تنصیري) او (پراختیاغوښتنې ) دفهم ،غوښتنو او مصالحو په رڼا کې د مسلمانانو لپاره جوړ کړی ، او په اسلامی نړۍ کې یې د خپلو حلیفو نظامونو، مؤسساتو، او مفکرینو په توسط پر مسلمانانو ورتپل او مسلطول غواړي.

دغه دوهم ډول اسلام د ( الهي وحیې) او (نبوي تعلیماتو) پر بنسټ نه بلکه یو (دیموکرات) دخلکو په خوښه جوړ شوی اسلام دی چې د قوانینو مصدر ورکې (قرآن او سنت) نه بلکه د (انسانانوعقل) او (داکثریت غوښتنې )دي.

دغرب دغه اسلام بنيآدموته یوازې د انسان په نظر ګوري ، ټول انسانان ورکې یو ډول حیثیت ،مرتبه او حترام لري، او د تفاضل (یو پر بل د برترۍ) ټول اسباب او عوامل ردوي. د ټولې نړۍ له خلکو سره په یو ډول (مشترکو ارزښتونو) باور لري، او یو ډول بین المللی سیاسي، حقوقۍ، او مدني قوانین مني .

دغرب پدې معرفي شوي اسلام کې د(جهاد)، (ولاء او براء) ، او پر نورو ادیانو او نظریاتو د (غلبې فکر) ته ځای نشته. دا اسلام کوم ځانګړی شریعت نه لري، بلکه په هغو (وضعي قوانینو) فیصله کوي چې انسانانو دخپل (عقل) او (ضرورت) پر بنسټ جوړ کړي دي .

پدې اسلام کې د(ښو ) او (بدو) اخلاقو، افعالو او عقائدو تعیین د شریعت حق نه بلکه د انسانانو خپل حق دی. هر څه ته چې ښه وايي هغه (ښه) او هر څه ته (بد)و وايي هغه (بد) دي . په دې اسلام کې مسلمان کیدل (د اسلام د دین اختیارول) یو مکلفیت نه بلکه یو اختیاردی چې انسان په اسلام کې پاتې کیږي او که کومه نظریه لکه کمونیزم ، لیبرالیزم، دیموکراسي، هیومنزم، نشنلزم او یا کومه بله نظریه مني. خوپه هر صورت کې به انسان بیا هم مسلمان ګڼل کیدای شي که وغواړې چې (مسلمان) دې وګڼل شي .

دغرب له لوري دغه ډول جوړ شوی اسلام دغرب د (بشري حقوقو د نړیوالې اعلامې)له بې استثناء منلو سره هیڅ ستونزه نه لري. همدارنګه په ټولو هغو (میثاقونو) او (تړونونو) عمل کول روا بلکه دمسلمانانو مکلفیت بولي چې د (ملګرو ملتونو) د ادارې ، د (امنیت د شوری)، (ناټو)، (اروپایي اتحادیې) او نورو لویو سازمانو او ادارو له لوري رامنځته شوي دي.

پدې اسلام کې له ولسونو سره دروابطو او جنګ او سولی لپاره معیار (دین او عقیده)نه بلکه سیاسي او اقتصادي مصالح دي. همدا رنګه پدې اسلام کې د جندر(جنس) فرق نشته، ښځې او نارینه ټول یو ډول حقوق او وجایب لري، او په هر څه کې سره برابر دي.
غرب له هغه اسلام سره چې د الله تعالی له طرفه راغلی دښمني لري، خو ددې دوهم ډول اسلام د خپراوي لپاره هم کار کوي ،او هم یې په اسلامي نړۍ کې له پیروانو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي.

ددې لپاره چې دا موضوع مو د دلایلو په رڼا کې روښانه کړې وي په لاندې عنوانو یې ویشو:

له ریښتیني اسلام سره دغرب دښمني

غربیان په مجموعي ډول یا (یهودان) یا (نصرانیان) او یا هم ملحدان( دین نه منونکي) دي، او دا دریواړه طایفې د اسلام له شروع نه تر نن پورې له اسلام سره په جګړه کې دي ،چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلاف دیهودانو توطیې او داصحابانو په خلاف لښکر کشۍ ، داسلام په تاریخ کې صلیبي جګړې، استعمارې جګړې ، او دجهاد او ریښتني اسلام په خلاف روانه نړیواله جګړه یې ټول تاریخي شواهد دي.

قرآن کریم په ډیرو آیتونو کې اهل کتاب (یهود) او (نصاری) او نور کافران د الله تعالی او د مسلمانانو ددښمنانو په حیث معرفي کوي، او مسلمانان دیته هڅوي چی دهغوئ دښمنۍ ته تیار واوسي، او له هغوئ سره په هیڅ ډول دوستي ونکړي، ځکه چې هغوئ تر هغه د مسلمانانو له دښمنۍ لاس نه اخلي چې تر څو یې مسلمانان کافر کړي نه وي لکه چې الله تعالی فرمایي (ولن ترضی عنک الیهود ولا النصری حتی تتبع ملتهم ) البقره : ۱۲۰. ترجمه : (هیڅکله به یهود او نصاری له تا څخه خوشحاله نشي تر هغه چې دوئ په ملت پسې روان نه شې).

علماء وایې چې پدې آیت کې د (لن) ټکی درې مفهومه افاده کوي چې (نفي) (تاکید) او (تأبید) دي. یعني په یقیني ډول به دوئ هیڅکله لتاسې څخه تر هغه وخته راضې نشي تر څو مو چې د دوئ لاره نه وي خپله کړې .

الله تعالی په بل آیت کې له مسلمانانو سره دکفارو د تعامل په اړه فرمایي : (ولایزالون یقاتلونکم حتی یردوکم عن دینکم إن استطاعوا) البقره : ۲۱۷. ترجمه: (همیشه به کافران له تاسې سره جګړه کوي تر څو تاسې له خپل دین ( اسلام ) څخه مرتد کړي که چیرې دوئ پدې کار وتوانیږي) .

دعربي ژبې علماء وایې چې ددې آیت د( ولایزالون) په تعبیر کې د (استمراري تجد) مفهوم پروت دی ، پدې معنی چې جګړه به مستمره او دایمي وي خو په شکل او وسایلو کې به یې تبدیلي او نوی والی راځي .

قرآن کریم پدې دواړو آیتونو کې د (حتی ) ټکی د مسلمانانو په خلاف د کفارو د ناراضی او دهغوئ دجګړې د (فاصل حد) په حیث ذکر کړی دی، پدې معنی چې که مسلمانان تر (حتی ) پردمخه حالت ټینګ ولاړ ول، او د کفارو پیروي یې نه کوله، نو دهغوئ په خلاف به دکفارو ناراضي او جګړه دوام لري، او په بیلابیلو ډولونو به د اسلام او مسلمانانو په خلاف ناراضي او جګړه دوام لري. خوکه یې دکفارو دملت پیروي وکړه ، او دخپل دین داحکامو له عملي کولو وګرځیدل نو په هغه وخت کې به بیا د دوئ په خلاف د کفارو جګړې اومخالفت پای مومي .

د ریښتني اسلام په خلاف دغرب د معاصرو رهبرانو دریځونه

دمعاصر غرب سیاسي ، پوځي، او فکري رهبران هم په همدې ټینګار کوي چې مسلمانان باید د غرب (نظریات )،( نظامونه ) (قوانین)، (فرهنګ)، او (ژوند بڼه) ومني، او که یې په رضا نه مني نو باید په زور او جبر ورباندې ومنل شي .

(رنډکارپوریشن) چې په امریکا کې د امریکا نظام ته له امریکا څخه د دفاع لپاره د تحقیقاتو، مشورو ورکولو، او استراتیژکو مطالعاتو لوی او مهم مرکز دی او ډمعاصرې امریکا لوی رهبران اومفکرین یې غړي او مشاورین دي چې دهغوئ په ډله کی د امریکا پخوانی د دفاع وزیران ( هارولډ براون) ،( فرانک کارلوچي) ،( ولیام پیري) ،( ډونالډرامسفیلډ) ، دملی امنیت پخواني لوی مدیران او مشاورین (سیکوکرفت)،(کنډولیزا رایس)، (زلمی خلیلزاد)، په دوهمه نړیواله جګړه کې دامریکایي پوځ لوی قومندان جنرال (آرنولډ) ،د امریکا معاصر فیلسوف او مفکر( فرانسیس فوکویاما)، او د امریکا پخوانی مشهور خارجه وزیر (هنري کیسنجر) شامل دی د امریکا لپاره د اسلامي نړۍ په اړه د پالیسۍ جوړولو ستر تحقیاتي مرکز دی.

دغه مرکز په خپله هغه څیړنه کې چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د (ډیموکراتیک متمدن اسلام) نامه خپره کړه دا تشخیصوي چې د مسلمانانو او غرب تر منځ به تر هغه کشمکش روان وي چې تر څو مسلمانانوِغربي فرهنګ او ارزښتونه چې دغه مرکز یې (نړیوال فرهنګ او ارزښتونه)بولي نه وي قبول کړي.

څیړنه دغه مفهوم پدې ټکوکې بیانوي :

( له نړیوال فرهنګ څخه دمسلمانانو لیرې والی دهغوئ او د نورو ترمنځ ‌د کړکیچ زمینه برابره کړې ده).

په پورتنې عبارت کې که څه هم چې دمسلمانانو په خلاف دغرب دجنګ عامل چې دمسلمانانو له لوري دغرب دفرهنګ نه منل دي په ادبي الفاظو بیان شوی او په منافقانه ډول دغرب ته ورکې نړیوال فرهنګ ویل شوی خو ریښتنې معنی او مفهوم یې دا دی چې د مسلمانانو او غرب ترمنځ به جګړه او کړکیچ تر هغه دوام لري چې تر څو مسلمانانو (خپل فرهنګ) پرې ایښی او (نړیوال فرهنګ) یې خپل کړی نه وي . او هر کله چې د فرهنګونو دغه توپیر له منځه ولاړ شي نو په هغه صورت کې به کړکیچ هم په خپله له منځه ځي . او دا کټ مټ هماغه مفهوم دی چې الله تعالی په قرآن کریم کې په مخکنیو یادوشویو آیتونوکې بیان کړی دی .

د غرب او د اسلام ترمنځ دجګړې په اړه معاصر امریکایې مشهور مفکر او فیلسوف (سامویل هټنګټن) چې د (تمدنونو د ټکر) په نامه دجنجال پاروونکي مشهور کتاب مؤلف هم دی داسې وایي :

( داسلامي او غربي تمدن ترمنځ ټکر له ۱۳۰۰کلونوراهیسې راروان دی . او دا ټولې پیړۍ د اسلام او غرب ترمنځ په مسلح کشمکش کې تیرې شوې او هیڅکله هم ددې جګړې اور ندی مړ شوی، ددې تمه نه کیږي چې دغه کشمکش به له منځه ولاړ شي، بلکه نور به هم زور واخلي، ځکه چې اسلام وینې بهوونکی تصور لري) .

دغه معاصر فیلسوف چې نظریات یې د امریکا په جنګي او استراتیژیکو پلانونو کې مهم ځای لري په صراحت سره غرب او اسلام یو دبل دښمن معرفي کوي، او په ښکاره وایې چې دغرب او د اسلام ترمنځ دجګړې د دریدلو څه امکان نشته ، او علت یې هم دا ښيي چې اسلام له غرب سره جوړه نه مني ، او له دخپلې بقا لپاره خپلو پیروانو ته د قربانۍ او وینو تویولو تصور ورکوي.

د ریښتني اسلام او غرب ترمنځ دجګړې دحقیقت او دوام په اړه هغه کمیسون هم چې د (ستمبر د یوولسم )د پېښي په اړه یې تحقیق وکړ دی نتیجې ته رسیدلی چې له اسلام سره سوله نشي کیدای . دغه کمیسون په خپل راپور کې لیکلي :

( دامریکا حقیقي دښمن اسلامي رادیکال بنسټپال فکر دی ، هغه چې د (ابن تیمیه) او (سیدقطب) له افکارو یې سرچینه اخیستې ده. او لدې فکر سره په هیڅ ډول د سولي مجال نشته).

امریکایي محقیقینو ته دا ښه ورمعلومه ده چې اسلام د (ابن تیمیه) او (سیدقطب) د افکارو زیږنده نه ده، بلکه هغه دالله تعالی دین دی چې (ابن تیمیه) او (سیدقطب) یې منونکي او پیروان دي ، خو دوئ دادواړه ځکه مشخص کړي چې دې دواړو هر یوه په خپل وخت کې د اسلامي فکر د (خالصیت) لپاره ژور کار کړی، او له اسلام څخه یې په خپل وخت کې (جاهلي تصورات) په خورا زوړرتیا او معقولیت سره څنډلي دي،او مسلمانان یې د(معاصرو جاهلیتونو) په خلاف مبارزې ته هڅولي، او هغوئ ته یې د جاهلیت په خلاف دمقاومت داسې یو روڼ تصور ورکړی دی چې له جاهلیت سره ورکې دجوړ جاړي لپاره هیڅ ځای نشته .

امام (ابن تیمیه) په خپل وخت کې ټول هغه (جاهلي تصورات )له اسلامي فکر څخه لیرې کړل چې جنګیزیانو د خپل مقدس قانون (یا سق) په بڼه کې داسلامي او غیر اسلامي احکامواو تصوارتوپه سره یو ځای کولو رامنځته کړي او له هغو څخه یې په اسلامي نړۍ کې خپلو رعایاوولپاره د ژوند تیرولو لائحه او قانول جوړ کړی وو.

او (سیدقطب) په شلمه میلادي پیړۍ کې دغرب ټول هغه تاثیرات له اسلامي فکر څخه وغورځول چې غرب د(دیموکراسۍ) او نورو نطریاتوپه بڼه په اسلامي فکر کې ورداخل کړي ول .

که د اسلام او مسلمانانو په اړه د معاصر غرب درهبرانو دریځونو او ویناوو ته پام وکړو وبه وینو چې هغوئ په ښکاره د اسلام په خلاف خپله جګړه اعلانوي ،او غربیان دمسلمانانو په خلاف جګړې او دهغوئ دهیوادونو نیولو ته هڅوي.

د امریکا پخواني جمهور رئیس (ریچارډ نکسون)په خپلو یادښتونو کې دمسلمانانو په اړه وایي :

)(دمسلمانانو په اړه مونږ دحل یوازې دوه لارې لرو :

اوله دا چې له یوې مخې یې له منځه یوسو .

دوهم دا چې په مدني او سیکولر ټولنو کې یې ویلي کړو().

همدارنګه د امریکا په خارجه وزارت کې د پلان جوړونې د څانګې پخوانی رئیس او د منځني ختیځ لپاره د امریکا د یوه جمهور رئیس (جونسن) مشاور (ایوګین روستو) وایي :

((مونږ باید پدي پوه شو چې زموږ او عربو ترمنځ اختلافات د دوو دولتونو او یا دوو ولسونو ترمنځ اختلافات ندي ،بلکه دا د اسلامي نړۍ او مسیحي تمدن ترمنځ اختلافات دي ، او د تاریخ حالات ددې ګواهي ورکوی چې امریکا دغربی نړۍ یو تکمیلوونکی جز دی چې دغرب دفلسفې ، عقیدې او نظام د تکمیل لپاره کار کوي، او دغه وظیفه امریکا په شرق کې د اسلامي نړۍ ، اسلامي فلسفی، او اسلامي عقیدې او دین په خلاف دجګړی په صف کې دروي . امریکا لدې پرته بله لاره نلري چې په شرق کې داشسلام به خلاف دیهوانو تر څنګ ونه دریږي، ځکه چې که امریکا لدې پرته بله لاره غوره کړي نو بیا به یې خپلې ژبې، خپل فرهنګ ، خپلې فلسفې او خپلو ټولو بنسټونو ته شاه کړې وي)) .

( ایوګین روستو) په پورتني عبارت کې ددې نظریې اظهار کوي چې په اسلامي نړۍ کې د غربي اشغالګرو او یرغلګرو هدف د اسلام او اسلامي تمدن له منځه وړل دي ، او ددې کار لپاره په شرق کې دیهودي دولت ټینګول اوملاتړ دغرب یو استراتیژیک ضرورت دی .

کله چې په تیره پیړۍ کې په مراکش کې د فرانسې جګړه اوږده شوه نو د فرانسې د پارلمان ځینې غري د فرانسې خارجه وزیر (مسیوبیدو) ته ورغلل تر څو له هغه وغواړې چې دې جګړې ته د پای ټکی معلوم کړي ،هغه ورته په ځواب کې وویل :

(( دا د هلال او صلیب ترمنځ جګړه ده )) .

پدې معنی چې تر څو د مسلمانانو په منارو ( هلال ) پورت وي، او دغرب پر کلیساګانو (صلیب) ولاړ وي ونو دا جګړه به روانه وي .

دمسلمانانو په خلاف د جګړې او پر اسلامي نړۍ دتسلط په اړه د برتانيې پخوانی صدراعظم (ګلاډسټون) وایي :

(( تر څو چې قرآن د مسلمانانو په لاسونو کې وي اروپا به هیڅکله اسلامي نړۍ تر خپل تسلط لاندې رانه وستلی شي ،او نه به اروپا په خپله په امن کې وي )).

د پورتني خبرې مطلب دا دی اروپا خو په هر صورت پر اسلامي نړۍ د تسلط هڅې جاري ساتې ،خو ددې تسلط په مخکې خنډ د مسلمانانو په ژوند د قرآني تعلیماتو شتون او عملي کیدل دي ، او تر څو چې مسلمانان د ژوند په چارو کې د قرآن له تعلیماتو لیري نه کړای شي تر هغه به غرب خپل هدف ته ونه رسیږي.

غرب او په سرکې یې امریکا غواړي چې په هر قیمت چې وي باید د نړۍ خلک دغرب سیاسي، فکري، اخلاقي او اقتصادي ارزښتونه ومني .او که یې څوک په خپله خوښه نه مني نو باید په زور ورباندې ومنل شي .

د (جنګ او سولی لپاره په یوویشتمه پیړۍ کې د پنتاګون نقشه)

(The Pentagon’s new map :war and peace in the twenty first century)

نومي کتاب لیکوال او د امریکا د دفاعي چارو کارپوه (Thomas P.M .Barnett) په خپل کتاب کې لیکي :

(( د امریکا اوسنی نقش یوازې د ډیموکراسۍ او د بشر د حقوقو نشرول ندي، بلکه تر دې مهم د(پانګه وال نړیوالتوب )عملي کول دي چې باید د نړۍ په بیلابیلو برخو کې یې عملي کړي که څه هم چې په عملي کولو کې یې زور استعمال او دوسلې کارولوته ضرورت پیښ شي)) .

پر اسلامي نړۍ د امریکایي تسلط او دلته د امریکایي ارزښتونو د حاکمولو په اړه د امریکا د ملي امنیت پخوانۍ مشاوره او د (بوش) دوخت د امریکا خارجه وزیره هم وایي چې :

((مونږ باید په منځني ختیځ کې دکرکې او وژنې د افکارو ( جهادي افکارو) په خلاف دجګړې له ټولو هغو لارو چارو کار واخلو چې دکمونیزم په خلاف مو دسړې جګړې په وخت کې ترې کار واخیست ، او پدې فکري جګړه کې زمونږ اساسي هدف امریکایي ارزښتونو لکه آزادۍ، ډیموکراسۍ، او آزاد بازار ته رواج ورکول دي ) .

دغرب په معاصرو فلسفي مفاهیمو کې ( آزادي) دچا له تسلط نه خلاصون ته نه ویل کیږی ، بلکه دغربیانو په نزد آزادي له ( دین ) او ( اخلاقي قیدوبند) څخه آزاد اوسیدلو ته ویل کیږي، او ډیموکراسي بیاد غرب سیاسي او اجتماعي نظام دی، او آزادبازار یې پر کمزورو هیوادونو د اقتصادي برلاسۍ وسیله ده. نو د(کنډولیزارایس) د خبرو ساده مفهوم دا دی چې :

مونږ بایداسلامي هیوادونه له دین او دیني اخلاقي ارزښتونو آزاد کړو، شریعت او د اسلام ټولنیز نظام له منځه یوسو، او دهغوئ په اقتصاد اواقتصادي منابعو د آزاد بازار له لارې خیټه واچوو، او ددې کار لپاره باید هر اړخیزه فکري جګړه وکړو.

تر دې ځایه خو له ریښتنې اسلام سره دغرب د دښمنۍ په اړه قرآني دلائل او دغرب درهبرانو، فیلسوفانو، او مفکرینو دریځونه او ویناوې شوې چې دغرب او د اسلام ترمنځ دجګړې پر حتمیت ټینګار کوي، خو غرب د (ریښتني اسلام) په خلاف دجګړې ترڅنګ په اسلامي نړۍ کې دیوبل اسلام درائجولو لپاره هم هر اړخیز کار کوي چې پدې اړه به په لاندې کرښو کې دغرب درهبرانو دویناو او دریځونو یادونه وکړو:

هغه اسلام چې غرب یې دمسلمانانو لپاره غواړي

هغه اسلام چې غرب یې د اسلامي نړۍ او مسلمانانو لپاره غواړي د امریکا داستراتیژیکو څیړنو تر ټولو ستر مرکز (رنډکارپورېشن) چې په پیل کې مو یې یادونه وکړه پدې ډول یې تعریفوي :

(( امریکا، نوې صنعتی نړۍ ، او په مجموع کې نړیواله ټولنه یو داسې اسلام غواړي چې د نورې نړۍ له نظامونو سره پر یوه لار روان شي، ډیموکراتیک او مترقي اسلام وي ، او په نړیوالو قوانینو، احکامو او اخلاقو وچلیږي)).

په پورتني یاد شوي تعریف کې لاندې نقطې مشخصې شوې دي :

۱ – اسلام باید د امریکا او بین المللی ټولنې په خوښه وي .
۲ – اسلام باید یو بیل تشخص او ځانګړی نظام او شریعت ونه لري، بلکه د نورې نړۍ له نظامونو سره دې یو ډول وي .
۳ – اسلام باید ډیموکراتیک وي ، یعنې قوانین او احکام دې یې دخلکو لخوا د اکثریت د تایید په شکل کې رامنځته شوي وي، نه دا چې د(وحیې ) او (سنت) پربنسټ دې ولاړ وي .
۴ – اسلام دې باید خپل زوړ شکل پرې ایښی وي ، او ( نوی مترقي) شکل دې یې غوره کړی وي .
۵ – اسلام باید په خپلو احکامو او اخلاقي فلسفه کې په نړیوالواحکامو او اخلاقو وچلیږي .

همدارنګه دهغه اسلام په اړه چې غرب یې دمسلمانانو لپاره غواړي د پینتاګان په یوه راپور کې چې (عقلونه، زړونه، او ډالر) په نامه لیکل شوی وو او په ۲۰۰۶م کال د U.S newse ) (امریکایې مجلې خپور کړ د امریکا د دفاع وزارت داسې لیکلي دي :

( دامریکا د ملي امنیت مصالح یوازې په هغه څه پورې اړوند نه دي چې په اسلامي نړۍ کې پیښیږي، بلکه په خپله د اسلام په دین پورې اړه لري، او ددې معنی دا ده چې تر دې وروسته به زمونږ هڅې خپله د اسلام دین ته دجګړی دیوه ډګر په حیث متوجه وي، او دا توجه به پدې مقصد وې چې اسلام به پر نویو بنسټونو درولی کیږی، پدې معنی چې اسلام بایدپه غربي معیارونو برابر شي ،او په هغو افکارو ترکیز وکړي چې د اسلام او غرب ترمنځ مشترک دي، اسلام باید داسې پیغام ولري چې د (جهاد او قتال )،( ولاء او براء )افکار او نظریات او د اسرائیلو په خلاف دکرکې او نفرت روحیه ورکې نه وي )) .

د اسلام د بدلولو په اړه د رنډکارپوریشن د اداري مجلس مشر او د امریکا پخوانی ددفاع متعصب وزیر (ډونالډرامسفیلډ) هم داسې وایي :

(( مونږ غواړو چې د منځني ختیځ دهیوادونو اسلام باید داسې شي لکه د شرقي اروپا دخلکو اسلام )) .

له شرقی اروپا څخه د (ډونالډرامسفیلډ) مقصد (بوسنیا) ، (البانیا)، (کوسووا)، او (مقدونیا) دي، هلته چې مسلمانانو ته یې یوازې د اسلام نوم ورپاتې دی،خو نور یې ژوند په مکمل ډول اورپایې او (سیکولر) یا (الحادي) شکل غوره کړی دی.
همدارنګه دغرب یوه بله مشهوره څیره او په نړۍ کې دجهادي فعالیتونو د څارنې د ادارې (Jihad watch) مشر (روبرټ سپنسر) د اسلام دبدلولو په اړه وایي:

( نوی اسلام باید پدې معنی وي چې نور دې دقرآن ټکي په ټکي منل پریښودل شي).

یعنې هغه خلک چې د اسلام د نوي تعبیر لپاره کار کوي هغوئ باید داسې یو اسلام ایجاد کړي چې خلک ورکې د ټول قرآن په منلو مکلف نه وي .

معاصر امریکایې مفکر او فیلسوف (فرانسیس فوکویاما) او (دتاریخ پای) دکتاب لیکوال هم وایي چې :

(( زه نور څخه داسې سبب نه وینم چې خلک دې اسلام ته له یوه نوي شکل ورکولو څخه منع کړي )).

دا یوازې دامریکا رهبران او مفکرین ندي چې داسلام بدلول غواړي ،بلکه د اروپا مشهور شخصیت د فرانسې پخوانی خارجه وزیر او بیا صداعظم (نیکولای سرکوزي) هم وایي :

(( هغه اسلام چې فرانسه یې غواړي هغه فرانسوي اسلام دی ، نه په فرانسه کې اسلام )).

یوبل فرانسوی مفکر (جیل کپیل) چې په ۲۰۰۴ م کال کې یې ( د اسلام په زړه کې دجګړې فتنه) په نامه کتاب ولیکه هغه هم په خپل کتاب کې د نوي غربي ډوله اسلام او په هغه کې د یو نوي نسل دروزلو په هکله په خپل کتاب کې لیکلي :

(( په اسلامي نړۍ کې یوه (اسلامي فتنه) (بنسټپالنه )پیدا شوې ده، دغې (فتنې) اروپا ته هم سرایت کړی دی ، او لدې فتنې څخه دخلاصون یواځینۍ لار دا ده چې دمسلمانانو یو نوی نسل دې دغربي ډوله فرهنګ په غیږه کې و روزل شي .))

دامریکا مشهور یهودی مفکر (توماس فریدمان) غرب ته توصیه کوي او د اسلام د تبدیلولو په هکله داسې ورته وایې :

(( که غرب غواړي چې له اسلام سره دلښکرو په جګړه کې ښکیل نشي نو د اسلام په خلاف دي په اسلام کې دننه د افکارو جګړه پیل کړي)) .

غرب دمسلمانانو لپاره بې شریعته اسلام غواړي

د برتانیې پخواني خارجه وزیر په ۵ / ۱۰ / ۲۰۰۵ م تایخ د (Heritage Foundation) داستراتیژیکو څیړنو مرکز ته د تروریزم (جهاد) په هکله یوه وینا وکړه هغه په خپله وینا کې وویل :

(( په حقیقت کې دا افکار او نظریه ده چې تروریستان یې په خوځښت راوستلي دي ،هغه آزادي غوښتونکي حرکتونه چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په اسلامي نړۍ کې رامنځته شول او د استقلال ، مساوات ، دوینا د آزادۍ او دیته ورته شعارونه یې درلودل هغه ترډیر ه حده دزغملو او ملنو وړ ول، او له ډیرو سره یې جوړه هم وشوه، خو هغه چې په هیڅ صورت ورسره مذاکرات نشي کیدای او د منل کیدو ندي هغه دا دي چې :
اسلامي خلافت دې بیرته اعاده شي.
په اسلامي هیوادونو کې دې شریعت تطبیق شي .
په اسلامي هیوادونو کې د دنارینه او ښځو ترمنځ دمساوات نشتوالی ومنل شی.
او په اسلامي نړۍ کې دې دنظر د اظهارولو آزادي سلب شي .
ځکه چې دا هر څه زمونږ د تمدن بنسټونه دي، او ددې اصولو په سر په هیڅ صورت له چا سره جوړجاړی نشو کولای )).

د فرانسې اوسنی جمهور رئیس هم په کلکه ددې مخالف دی چې د نړۍ په کوم ځای کې دې شریعت تطبیق شي.

هغه همدا څو ورځې مخکې په (مالي) باندې د فرانسې دیرغل په ورځ وویل :

( نړیواله ټولنه په هیڅ صورت او په هیڅ ځای کې دشریعت تطبیق نشي زغملی، دا هغه موضوع ده چې په قطعي ډول نه ورباندې له چا سره دخبرې امکان شته، او نه چا سره ورباندې جوړ جاړی کیدای شي .

( نوربیا)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د