نړۍ

پاکستاني طالبان وايي ددوی له مشر څخه په زور اعتراف اخیستل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل ): د پاکستاني طالبانو د جماعة الاحرار ډلي ویاند احسان الله احسان نن ټکی آسیا ته په یوه را لیږل شوي لیک کې هغه ادعاوي رد کړی چې ګواکي دغه ډله په پاکستان کې د افغانستان او هندوستان د استخباراتو په لاس لوبیږي. احسان ویلي چې دوی دا خبره ردوي او د لطیف الله محسود د خلاصون لپاره به هلي ځلي کوي.

تیره ورځ په پاکستاني رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه، په دغه ویډیو کې د پاکستاني طالبانو یو مشر لطیف الله محسود ښکاري، نوموړی وايي چې په پاکستاني اهدافو یې بریدونه د افغاني او هندوستان د استخباراتو په خوښه کړي.

لطیف الله محسود په ویډیو کې ویلي چې هندوستان د پاکستان تر ټولو لوی دښمن دی، افغاني او هندي استخبارات په ګډه د طالبانو په واسطه په پاکستان کې عملیات کوي.

نوموړي وویل چې په پاکستان کې دده دنده دا وه چې د خلکو د اختطاف وروسته د هغو کورنۍ ته د ګواښ نه ډک تلیفونونه وکړي.
نوموړي ویلي چې د قرآن کریم د لوستلو وروسته یې سترګي خلاصي شوې.
ویډیو:

لطیف الله محسود په کال ۲۰۱۴ کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شو، او بیا د پاکستان حکومت ته وسپارل شو.

د نوموړي تر سپارل کېدو وروسته د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امر خېل ویلي وه چې د لطیف الله محسود سپارل د افغاني کلتور او غیرت خلاف عمل وو.

په دې اړه بشپړ خبر لپاره دلته کلیک وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

نن تکي آسیا نه مننه چی د محکومو پشتنو مظلومانه آواز او سپيناوي يي په خپله پانه کی خپور کر.

د پاکوستان بنیه په جعل او تزویر ولاره ده

محمد عبدالله

زه خو لا داریږم چی دپاکستانی طالبانو مظلومانو پسی پاکستانی تبلیغات زور وانخلی او دوی باندی هم له هری خوا عملیات شروع نشی الله دخپل دلاری مجاهدین وساتی او اتحاد ورپه برخه کړی که چاته دامریکا روس چین پاکستان افغانستان اوهندوستان اویانورو حکومتونو موقف دحقیقی مسلمانانو مقابل کی سه اختلاف او فرق پکی خکاری نو ضرور دی خپل معالجه وکړی داتول حکومتونه دکفر او دکفر خدمت کی خپل ګته وینی که کوم یو دکومی دلی سره کمک کوی نو هغه کی هم ددوی رازونه وی نه دمسلمانانو غم تر سو خپل خلک پکی ننوباسی اوبیا دموقع نه په استفاده خپل… نور لوستل »

mohammad ehsan

ډېرښه

فروانه

معلومه خبره ده چې په زور یې اقرار ترې اخستی، د پاکستان خو ډېر ظالم حکومت دی
الله ج دي یې خراب کړي آمیــــــــــن

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x