افغانستان

کونړ: د سرکاڼو د امنیه قومندان او ملي امنیت د مدیر په ګډون جګپوړي چارواکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ماین چاودني ددې ولسوالۍ امنیه قومندان، د ملي امنیت مدیر، د اربکیانو قومندان او لس پولیس وژلي دي.

پېښه نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د سرکاڼو ولسوالۍ په تورغره سیمه کې هغه وخت رامنځته شوي کله چې د ولسوالۍ امنیه قومندان ډاکټر، د ملي امنیت مدیر مبارک شاه، د اربکیانو قومندان انعام الله او ځینو نورو پولیسو او اربکیانو په سیمه کې نوي پوسته جوړول.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل د پېښي د پخلي تر څنګ ویلي چې په سیمه کې ماین دپخوا څخه ځای پر ځای شوی وو، نوموړي د ولسوالۍ د امنیه قومندان، ملي امنیت د مدیر او یوه پولیس وژل کیدل او دوو نور پولیسو ټپي کیدل تایید کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه د پېښي مسؤلیت منلی او زیاتوي چې تر چاودني وروسته په سیمه کې د هغو عسکرو سره جګړه پيل شوي چې د وژل شویو چارواکو جسدونه یې د سیمي څخه لېږدول.

نوموړي په جګړه کې د اوښتو تلفاتو څخه بې خبري ښودلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x