نړۍ

د ملي اردو اته کسیز پلاوي پاکستان ته سفر کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل): د ملي اردو اته کسیز پلاوی چې مشري یې ډګر جنرال محمد شریف یفتلي کوي، د پاکستان په خیبر پختونخوا ایالت کې د پوځ مرکزي قومندانۍ لیدنه کړې.
نوموړي د یادې پوځي قومندانۍ د مشر ډګر جنرال هدایت الرحمن سره هم له نږدې لیده کاته کړي.

د پاکستان ډیفنس ویب پاڼي د خبر سره سم دواړو لورو پر خپلمنځي اړیکو خبري کړي، او همدا راز یې د افغانستان او پاکستان پر پوله د عملیاتي هماهنګۍ په موخه نظرونه شریک کړي.

د افغانستان د ملي اردو پلاوي په دې سفر کې د پاکستاني پوځ قربانیو ته درناوی وکړ، او د وژل شویو پوځیانو پر یادګارونو یې د ګلونو ګیډۍ کيښودې.

خبر زیاتوي چې د افغانستان د ملي اردو دغه پلاوی وروسته تر هغه پاکستان ته سفر کوي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف افغانستان ته سفر وکړ او هلته یې د دواړو هیوادونو پر پوله د پوځ د همغږۍ د زیاتولو لپاره د افغانستان د ملي اردو جګپوړي پلاوي ته د سفر دعوت ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

هغه شاغلي چی د لاسپوسي حکومت په ملاتر کی به يي طالبان د پاکوستان په مزدوری متهم کول نه پوهيژم اوس د کابل-پنجاب د همکاری مزي چی سراسر د افغانستان په ضرر دي، سنگه توجیه کوی?

زه وايم چی کيداي شي جواب به ونلري، نو پس دا تور مخونه به سنگه سپينوي? زما ورانديز داده چی مجید قرار او عصمت قانع صاحبان دي د خپلو فيسبوکي او رسنيزو همفکرانو او دندورچيانو په نمایندگی کم تر کمه یو یو خروار غول وخوري.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x