نظــر

د اني سمډینګوف امریکایۍ دیپلوماتې غچ د شیګل له ۱۱ ماشومانو واخیستل شو!

civilian killing

اني سمډینګوف ۲۵ کلنه امریکایې دیپلوماته په قلات کې ووژل شوه، غربي رسنیو کې پرې داسې راپورونه راغلل چې ډیره افغان دوسته ښځه وه، د ماشومانو سره یې ډیره مینه، او د چاودنې وخت کې یې هم په ماشومانو باندې د ښوونځي کتابونه ویشل. هلته د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې دا یوه ځوانه او با استعداده دیپلوماته وه، او دیته خو ډیر عمر مخکې پاتي خو ځوانیمرګه شوه. د اني کورنۍ او ملګرو یې د رسنیو له لارې وویل چې ډیره مینه ناکه ښځه وه، خو ارمانونه یې خاوري شول….

خو…..

امریکایانو یوازې په خبرو او خاموشه ماتم بسیا ونه کړه، سمدلاسه یې د کونړ په شیګل کې سخته بمباري وکړه او د بمبارۍ په نتیجه کې یې د یو کلي نه یوولس ماشومان شهیدان او ۵ ښځې ټپیانې کړي.

که چیرته دا دوه راپورنه سړی مخې ته کیږدي، نو ډیر څرګند تناقض به پکې وموندل شي. د یوې خوا نه د ماشومانو سره مینه، ماشومان تعلیم ته هڅول او بلې خوا نه په بیګناه ماشومانو باندې بمباري او په ډیرې بیرحمۍ سره وژل. دا سره ډیرې مختلفي او نه جوړیدونکي خبرې دي. دا داسې ده لکه اور او اوبه چې یوځای کوي. دا یو ډیر جوت منافقت دی.

پوښتنه دا ده چې د کابل او واشنګټن هغه لوزونه او وعدې څه شوي؟ د کرزي هغه دړکې او پټکې څه شوي؟ د امریکا او افغانستان هغه هوکړي او معاهدې څه شوي چې ملکي او بیګناه خلک به نور نه وژل کیږي، بمباري به امریکایان او ناټو نه کوي….

ایا دا ګلالي ماشومان د نړۍ خطرناک ترهګر دي؟ ایا دې ماشومانو او میرمنو د غربیانو ژوند ګواښلی؟ ایا دا بیګناه ماشومان د نړۍ امن او سوکالۍ ته خنډ دی؟؟

د ناټو او ایساف بښنې هم ډیرې شوي، او د ارګ د غندلو خبرپاڼې او اعلامیې هم ډیرې شوي، ولس پدې پوهیږي چې چل یوازې افغاني ولس ته جوړ شوی، تر څو له هر اړخ نه درد او رنځ وګوري.

زما درد، حسرت او حیرانتیا هغه وخت لا زیاته شوه چې ډیرو افغانانو فیس بوک کې د اني سمډینګوف د مړینې له امله ژور خفګان ښکاره کړی وو او تعزیتي پیغامونه یې سره شریک کړي وو، خو د شیګل د ماشومان په هکله یې خوله نه وه خلاصه کړي. دا پیغامونه د هغه چا له خوا شریک شوي وو چې په نیشنلزم او ملت پالنې باندې قوي عقیده لري. خبره واضحه ده چې نه نیشنلزم مطرح دی او نه ملت پالنه، خبره یوازې د ګټو او منافعو ده!

زمونږ د ذلت بله نښه دا ده چې اني سمډینګوف په ټوله نړۍ کې یوه نومیالۍ معرفي شوه، انسانیت ته په خدمت وستایل شوه، خلکو ماتم کوه چې که دا مړه شوای نه واي نو ډیر خدمت به یې کړی وو او راپورونو به پدې خبرې ټینګار کوه چې ځوانه دیپلوماته وه، نو د تیرو لسو کلو راهیسې چې زما ماشومان، ځوانان او پیغلې شهیدانیږي، هغه نه چا یاد کړل، نه چا نومیالي کړل او نه یې څوک دوسیه تعقیبوي.

غربي رسنیو په ښکاره چیغې وهلي چې اني سمدینګوف وینه د افغاني ماشومانو د وینې نه ډیر ارزښت لري او غچ اخیستنه به یې دوام لري.

سعد عمار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x