نړۍ

یو نیم ملیون سوریه وال د لوږي له امله د مرګ سره مخ دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل):  د بې سرحده ډاکټرانو موسسې ویلي چې د سوریې پلازمیني ته څېرمه د مضایا کلي ته د بشري کومکونو د رسیدو وروسته هم په دغه ښارګوټي کې ۱۶ تنه د لوږي له امله وژل شوي دي.
دغه ادارې زیاته کړې چې یو نیم ملیون نور انسانان هم د ورته برخلیک سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو اداره وايي چې په سوریه کې د بشار الاسد ځواکونه ۱۸ کلي کلابنده کړي او چاته اجازه نه ورکوي چې دغه کلیو ته خوراک او څښاک انتقال کړي.

د بی سرحده ډاکټرانو خیریه بنسټ ویلي چې د سوریې ځواکونه د نړیوال فشار وروسته د مضایا سیمي ته خوراکي کومکونو اجازه وکړه، خو تر اوسه یې دغه سیمو ته د طبي کومکونو د رسولو اجازه نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو د احصائيې له مخي ۴۸۶۷۰۰ سوري اتباع د بشار الاسد د نظام تر کلکي محاصرې لاندي په ۱۸ کلیو کې ژوند کوي.

د بې سرحده ډاکټرانو د راپور سره سم د دمشق په اطرافو کې دنورو سیمو او کلیو او سیمو تر څنګ په معضمیه ښارګوټی کي هم تر اوسه ۴۵ زره انسانان کلابنده پاته دي، د بشار الاسد ځواکونه هیڅ چاته د وتلو او ننوتلو اجازه نه ورکوي، حتی هغه کسان هم له ښارګوټي نه سي وتلای، کوم چې د لوږي او صحي ستونزو له امله د مرګ سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x