نظــر

د ډیورنډ کرښه یعني څه؟

حاجي غلام محمد معصومي

انګریزانو امیر عبدالرحمن خان مجبور کړ چي د ډیورند بد نامه کرښه ومني په دي وخت کښي چي د ډیورند کرښه منځته راسی د پښتونخوا حالت په  لاندي ډول و.

اول کله چي په افغانستان کښي د محمدزویو د وروڼو بی اتفاقی، بی کفایتۍ او قدرت طلبي په نتیجه کښي د کابل دولت  کمزوري سو، نو د تیرا څخه تر سمندر  پوري د سند د رود پر غاړه د افغانستان مځکی د کابل دولت د  کنترول څخه ووتی،  انګریزانو  د پورته یاد سوی افغانی مځکو د اشغالولو په غرض چی د تیرا څخه  بیا د عربو تر سمندرګي پوری د سند د رود پر دواړوغاړو پرتی وي د مقامی پښتنو سره تر سل کلن زیات وخت کښی بیا تر سل زیات سخت جنګونه وکړل.

انګریزانو د دي سل کلنو جنګ په جریان تر زیاتو وینو تویولو ورسته صرف  اسماعیل خان، غازی خان دیرې، د پښین  دوکۍ، سیبۍ او برطانوی بلوچستان تر خپل مستقیم اشغال لاندي راوستل، چی دي سیمو ته پښتنو محکومی سیمی او سرحد ته یی محکوم سرحدات ویل نوری تولی سیمی د انګریزانو د تسلط څخه ازادی او خپلواکی وي چي دي ازادو اوخپلوکو سیمو ته پښتنو ازادی سیمی او ددوي سرحداتو ته یی ازاد سرحدات ویل دا سیمی د کابل د دولت څخه یاغی نه وي

بلکی  د کابل دولت دومره بی کفایته او کمزوري وو چي  پر دوی یی حکومت نه نه سو کولای  د افغان دولت د ضعف څخه انګریزانو استفاده وکړل  او په افغان نام نهاد  مشرانو لکه مخلوع شاه شجاع، اسیر امیرمحمد یعقوب خان  او امیر عبدالرحمن  خان یی په زور او جبر د لاهور مثلث د ګندومک او د ډیورنډ بد نامی لاسلیک د افغان نجیب ملت د ارادی خلاف امضا کړ، کومی چی د افغان نجیب ملت د عملی مقاومت په واسطه باطل اعلان سوی.

ددي بدنامو معاهدو په اساس انګریزانو دپښتونخوا پر زیاته بر خه دتیرا څخه نیولی بیا د سند تر سمندر پوري د برطانوی هند د حاکمیت دعوه وکړل خو ددي سیمو با غیرت پښتنو په تش لاس اضافه تر سل کاله د برطانوی استعمار سره جکړي وکړي او همیشه یی خپل دا خلی استقلال د توری په زور دبرطانویانو او بیا د مغلو او انګریزانو د میراث خور پاکستان څخه وساتی په ډیر افسوس  سره  باید ووایو، چی د پښتنو او انګریزانو تر سلو کلنو زیات جنګ په دوران کښي د کابل واکمنان تقریبا همیشه د خپل تاج او تخت د ساتلو په فکر کښي وو او د ازادو پښتنو سره یی دومره مرسته نه کول چی د هغی مرستي په واسطه ازاد پښتانه او انګریزانو او بیا د پاکستانیانو سره په جګره کښي بریالی سوی وای هر هغه پښتون چی د هغه په رګونو کښي د پښتون بابا وینی جریان لری او هغه پښتنی مور شیدی رودلی وی نو د امو او اباسین تر مینځ پاک پښتونخوا به خپل مور او ملی ناموس ګڼي او د هغی دفاع به خپل ملی پښتنی او اسلامی فرض بولی.

اوس نو په دی ۴۰ کالو کی د ډیورنډ کرښي د ختمولو لپاره هم پر دې خوا او هم پر هغه خوا د پولی ډیر کار سوی دي او غواړي چی د پښتنو قوم پر زړه دغه اغزن تار تیر کړي خو زه فکر کوم چی هیڅکله به دا کار ونه سی.

لر او برپښتون یو دي اوس نو معلومه سوه، چی دا جنګ د پښتنو  په  کور کی دی او د پښتنو بچی مری او هم د اقتصادی پلوه تر ټولو افغانان د غربت خوا ته روان دي  هر افغان ته په کار ده چی نړیوالو د معاملی په خاطرپه خپل ګرانه پښتونخوا خاوره کی  د هیڅ هیواد مداخله ونه منی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x