ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۱۵)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د حضرت اويس قرني رحمه الله د عظمت راز په څه کې وو؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم يو ځل صحابه کرامو رضي الله عنهم ته وفرمايل :

[ ان خير التابعين رجل يقال له : اويس، وله والدة هو بها بر، لو اقسم علی الله لابره، وکان به بياض، فمروه فليستغفر لکم]

ژباړه : په تابعينو کې يو کس دی، د کوم نوم چې اويس دی، دی له خپلې مور سره نيک چلند کوي، که چيرته هغه د الله په بروسه قسم وخوري او کيني نو الله تعالی به د هغه قسم پوره کړي، په هغه د برص مرض سپين داغ دی، که چيرته تاسو له هغه سره وليدل نو تاسو ته زما دا وړانديز دی چې تاسو له هغه څخه د مغفرت دعاء وغواړی.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته کله چې د حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت دور راغی نو د هغه معمول دا وو چې له يمن څخه به کومه قافله راغله نو ده به د قافلې له خلکو پوښتل : آيا په تاسو کې اويس بن عامر شته دی؟

د مؤرخينو مطابق په (۲۳ هه) کې حضرت عمر رضي الله عنه د حج په موقع د حضرت اويس بن عامر رحمه الله پوښتنه وکړه، بيا چې کله حضرت اويس بن عامر رحمه الله حضرت عمر رضي الله عنه ته حاضر شو نو له هغه يې پوښتنه وکړه : آيا ته اويس بن عامر يې؟

اويس بن عامر : هو ! ما ته اويس بن عامر ويل کيږي.

عمر بن خطاب رضي الله عنه : ستا مور ژوندی ده؟

اويس بن عامر رحمه الله : هو ! زما مور ژوندی ده.

عمر بن خطاب رضي الله عنه وفرمايل : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه آوريدلي چې فرمايل يې :

[ ياتی عليکم اويس بن عامر مع امداد اهل اليمن من مراد ثم من قرن، کان به برص، فبراء منه الا موضع درهم، له والدة هو بر بها، لو اقسم علی الله لابره، فان استطعت ان يستغفر لک فافعل]

ژباړه : د يمن له امدادي فوځ سره به تاسو ته د اويس بن عامر په نوم يو سړی راشي، هغه له قبيلې مراد څخه دی کومه چې د قبيلې قرن يو شاخ دی، د هغه په بدن به دبرص مرض نښه وي کوم به چې جوړ شوی وي، البته د يوه درهم په اندازه به باقي پاتې وي، هغه له خپلې مور سره ډير ښه چلند کوي، که چيرته هغه د الله تعالی په بروسه قسم وخوري کيني نو الله تعالی به د هغه قسم پوره کړي، که چيرته تاسو له هغه څخه د مغفرت دعاء غواړی نو ضرور يې ترينه وغواړئ

دا حديث يې بيان کړ او حضرت عمر رضي الله عنه له اويس بن عامر رحمه الله څخه د مغفرت دعاء وغوښتله : او هغه ورته وکړه.

حضرت عمر رضي الله عنه ترې وپوښتل : د حج له اداء کولو وروسته چيرته د تلو اراده لرې؟

اويس بن عامر رحمه الله : کوفې ته تلل غواړم.

عمر بن خطاب رضي الله عنه : [الا تکتب لک الی عاملها؟]

زه ستا په باره کې د کوفي والي ته خط ونه ليکم چې هغه ستا په خدمت کې کومه کوتاهي ونه کړي؟.

اويس بن عامر رحمه الله : [اکون فی غبراء الناس احب الی]

ما ته له کمزورو او ګمنامو خلکو سره اوسيدل خوښ دي.

محترمو لوستونکو ! لږ له مور سره د ښه چلند کولو د فضيلت او د هغه د مقام او مرتبې اندازه وکړی، اويس بن عامر رحمه الله کوم چې صحابي نه ده، بلکه تابعي دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو رضي الله عنهم ته له ده څخه د مغفرت د دعاء غوښتلو امر کوي، په اصل کې اويس بن عامر رحمه الله ته دا مقام او مرتبه له خپلې مور سره د صله رحمي کولو او له هغې سره د ښه چلند کولو له امله تر لاسه شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x