ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۱۶)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

له مور او پلار سره نيکي وکړئ

حضرت عبد الله بن مسعود رضي الله عنه يو مشهور صحابي ده، دی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو، د ده دا خواهش وو چې په څه ډول د الله تعالی رضا او خوشنودي تر لاسه کړي، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې پوښتنه وکړه :

[ أَيُّ الْعَمَلِ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ؟] د الله تعالی په نزد تر ټولو زيات غوره عمل کوم يو دی؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل :
[الصَّلَاةُ عَلَى وَقْتِهَا]

په خپل وخت لمونځ کول ….. بيا يې ترې وپوښتل : له دې وروسته کوم عمل الله تعالی ته ډير محبوب دی؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل :

[ثُمَّ بِرُّ الْوَالِدَيْنِ] بيا له والدينو سره نيکي کول، د هغوی اطاعت او فرمان برداري کول.

که لږ فکر وکړی شي د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم له لمانځه وروسته نيک کار په دويم نمبر له والدينو سره نيکي کول او د هغوی اطاعت او فرمان برداري وبلل، الله تعالی دې په حضرت عبد الله بن مسعود رضي الله عنه باندې په ميليونو رحمتونه نازل کړي چې په دې پوښتنې سره يې د اسلام لاره ډيره روښانه کړې.

يو ځل د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي حضرت جاهمه بن عباس رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو، په ډير آدب يې عرض وکړ : زه په غزا کې د شرکت کولو اراده لرم، ستاسو صلی الله علیه وسلم په خدمت کې د مشورې لپاره حاضر شوی يم، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د ټول امت خير خواه او معلم دی، له هغه يې پوښتنه وکړه :

[هل لک من امی ؟] آيا ستا مور ژوندی ده؟

حضرت جاهمه رضي الله عنه عرض وکړ : هو ! يا رسول الله ! زما مور ژوندی ده.

د کائناتو رښتوني حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورته وويل :

[فالزمها فان الجنة تحت رجليها] ځه ! د خپلې مور خدمت وکړه، ځکه جنت د هغې د قدمونو لاندې دی.

په عربي ژبه کې د والدينو اطاعت او فرمان برداري ته برالوالدين ويل کيږي، د البر لغوي مفهوم صدق، اطاعت او اصلاح دی او د دې عکس عقوق دی، د البر شرعي مفهوم وسيع دی، په دې کې له والدينو سره احسان کول، په هغو شرعي کارونو کې د کومو چې الله تعالی حکم کړی، د والدينو عزت کول، د هغوی اطاعت کول، د هغوی د خوشحالولو ارزو لرل، خپل ځان د هغوی د خدمت لپاره وقف کول، له هغوی سره نرمي کول، د هغوی له نا فرماني څخه ځان ساتل او هغوی ته چې کوم تکليف او پريشاني ورسيږي د هغو ليرې کول هم شامل دي.

مسئله : د اولاد له لوري په مور او پلار باندې لاس پورته کول کبيره ګناه ده او انتهائي بد اخلاقي ده، په دنيا کې د دې سزاء دا ده چې داسې اولاد به تل (هميشه) ذليل او خوار اوسي، روزي به يې تنګه وي، په ذهني پريشاني کې به مبتلاء وي، او په آخرت کې د دې سزاء دا ده چې داسې اولاد به جنت ته نه داخليږي، تر څو چې د خپل جرم سزاء ونه څکي يا والدين هغه معاف نکړي، الله تعالی دې د والدينو له ګستاخي او له همدغه بد انجام څخه مسلمانان محفوظ وساتي آمين.

مسئله : بيهقي په شعب الايمان کې د ابو بکره په روايت سره نقل کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي : د نورو ټولو ګناهونو سزاء الله تعالی چې چا ته وغواړي تر قيامت پورې ځنډولی شي، پرته د والدينو له حق تلفي او نافرماني، ځکه د دې سزاء له قيامت مخکې په دنيا کې هم ورکول کيږي.

مسئله : که يو زوی مور او پلار ته د وهلو، وژلو يا نور اخطارونه ورکوي نو داسې زوی ډير بدبخته او ډير بدقسمته دی، د مور او پلار عزت کول واجب دي، تر څو چې د زوی په وس کې وي، د هغوی رضا کول پکار دي، بالخصوص کوم وخت چې هغوی د غصې په حالت کې څه ووايي نو په خاموشي سره يې آوريدل پکار دي، هيڅکله دې کوم ځواب نه ورکول کيږي، په دې سره دين هم تباه کيږي او دنيا هم، مور او پلار ته پکار دي چې همداسې بدبخته زوی ته داسې خبره ونکړي چې له امله يې هغه تريخ ځواب ورکړي.

مسئله : که چيرته يو څوک د والدينو په اجازه سفر وکړي نو دا هم په فرمانبرداري کې شمارل کيږي.

مسئله : د اولاد په ذمه د پلار خبره منل ضروري دي، په ځانګړي ډول کله چې هغه سپين ږيری وي نو د هغه فرمانبرداري او عزت کول ډير زيات ضروري دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x