fbpx

د مور او پلار حقوق (۱۷)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په غار کې ايسار دری ځوانان

په صحيحينو او د احاديثو په نورو کتابونو کې راغلي چې په پخوا زمانه کې دری ځوانان د مزدوري لپاره ولاړل، په لار کې باران پرې وشو، هغوی په يوه غار کې ننوتل، ناڅاپي يوه ډبره را وښوييده او د غار خولې ته وغورځيدله، د غار خوله بنده شوه.

هغوی په خپل مينځ کې دا پريکړه وکړه چې هر يو دې خپل ښه کار بيان کړي او دعا دې وغواړي چې د غار له خولې ډبره ليرې شي.

د يوه روايت الفاظ دا دي تاسو لږ فکر وکړی او داسې عمل در په ياد کړی کوم چې تاسو د الله تعالی د رضا لپاره کړی وي، او همغه عمل واسطه وګرځوی او د ډبرې د ليرې کيدو دعا وغواړی.

د يوه روايت الفاظ دا دي چې د ډبرې را لويدو له امله د غار نښانه ورکه شوه، هيڅ نه پوهيدل چې چيرته يو، په همدغو دريو کسانو کې يوه وويل : اې الله ! زما مور پلار بوډاګان (سپين ږيري) وو، ما له دوی پرته ماشومانو ته تر هغه وخته شيدې نه ورکولې تر څو به مې چې دوی ته نه وې ورکړې.

يو ځل داسې وشول چې زه د کوم کار لپاره چيرته ولاړم، بيرته چې راغلم نو دوی ويده شوي وو، ما شيدې ولوشلې او ټوله شپه د دوی سر ته ولاړ وم تر څو دوی را بيدار شي او شيدې ورکړم، خو تر سهاره را بيدار نشول، او زما ماشومان تر سهاره پورې وږي پراته وو.

اې الله ! که چيرته ما همدغه کار ستا د رضا لپاره کړی وو نو اوس د غار له خولې دا ډبره ليرې کړې، په همدې دعا سره ډبره دومره ليرې شوه چې د لمر رڼا ور ولويده.

د يوه روايت الفاظ دا دي چې زما واړه ماشومان وو، زه به د بزو له څرولو وروسته کور ته راتلم، د شيدو له را لوشلو وروسته به مې لومړی مور او پلار ته ورکولې، بيا به مې خپلو ماشومانو ته ورکولې، يو ځل د يوه ضروري کار لپاره چيرته ولاړم، کوم وخت چې بيرته راغلم نو زما مور پلار ويده شوي وو، ما د معمول مطابق شيدې را ولوشلې او د مور پلار په خوا کې ودريدم، تر څو دوی را بيدار شي او شيدې ورکړم.

زما ماشومان زما پښو ته نږدې پراته وو او له ما يې شيدې غوښتې، خو ما له مور او پلار نه مخکې هغوی ته شيدې ورنکړې، تر دې چې سهار شو.

اې الله ! که چيرته زما همدغه عمل ستا د رضا په خاطر وو نو دغه ډبره ليرې کړه چې آسمان ووينو، نو ډبره دومره ليرې شوه چې آسمان يې وليدو.

بل کس د خپل تره له لور سره د زنا نکولو خبر وکړه، دريم کس له مزدورانو سره د امانتداري خبر وکړه، تر دې چې ډبره مکمل ليرې شوه او هغوی ترې ووتل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د