ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۲۱) – د هدف ټاکلو اصول

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د هدف ټاکلو اصول

هر انسان تر هغه وخته د کاميابي سفر نشي شروع کولای تر څو چې په خپل منزل مقصود علم ونه لري چې منزل مقصود يې څه او چيرته دی، د دغه سفر له شروع کولو د مخه په دې علم راوستل ضروري دي چې تاسو د څه جوړول د څه تر لاسه کول او د کوم څه کول غواړی؟ انساني کاميابي او کامراني د هدف له ټاکلو څخه شروع کيږي، تر څو چې مونږ کوم هدف ونه لرو مونږ له ډيرو مهمو مواقعو څخه هم ګټه نشو پورته کولای، کوم وخت چې تاسو خپل هدف او مقصد معلوم کړی نو د تاسو د فکر انداز بدل شي او بيا د هغه د لاسته راوړو لپاره کوشش شروع کړي او الله تعالی د هيچا کوشش نه ضايع کوي، که چيرته تاسو زړه له اخلاصه د کوم شي حاصلول وغواړی نو تمام کائنات به د دغه شي په لاس ته راوړنه کې له تاسو سره مدد ګار شي، مونږ هميشه د دې صلاحيت لرو چې خپل خوبونه پوره کړو او خپل هدف ترلاسه کړو، ماهرينو د هدف ټاکلو لپاره ډير اصول وضع کړي چې يو څو مهم يې په لاندې ډول دي.

(۱) هدف بايد هميشه واضح، معلوم او قطعي وي، ځکه پټ هدف عموما نشي ترلاسه کيدای.

(۲)  هدف بايد د هميشه لپاره لوی وي، هيڅوک له خپل هدف څخه زياته کاميابي نشي ترلاسه کولای، له دې وجهې ځينې ماهرينو په دې ټينګار کړی چې هدف ته رسيدل سخت مګر ممکن دي، البته د ممکن او نا ممکن تر مينځ فرق شته، په شروع کې هر هدف ته رسيدل نا ممکن وي مګر د مثبت فکر خاوندان بيا وايي ! د هر شي لاسته راوړنه نا ممکن نه دي، لکه نن صبا د ځينې شيانو ايجاد، لکه بجلۍ، راډيو، ټي وي، کمپيوټر وغيره، دا ټول شيان په ابتداء کې نا ممکن وو مګر يو څو د لوړ عزم او تيز ذهن خاوندانو دا هر څه ايجاد او ممکن کړل، لهذا تاسو هم لوی هدف ټاکی او په معمولي کاميابيو قناعت مه کوی.

کله چې تاسو لوی هدف وټاکی تاسو خود بخود د لويو لويو نتيجو توقع کوی او ډير زيات کوشش کوی، کوم وخت چې تاسو د کوم شي توقع وکړی او د هغه لاسته راوړل مو يقيني وي نو هغه ترلاسه کولای هم شي او که چيرته تاسو کمزوري هدفونه وټاکی او د ستاسو کوشش هم کمزوری وي، نو د کمزوري کوشش نتيجه هم کمزورې وي، لهذا له خپلې توقع څخه لوی هدف وټاکی، يعنې که تاسو پوهيږی چې فلانی کار کولای شی نو هدف مو له هغه څخه لوړ وټاکی، تاسو په خپله زندګي کې د کم شي په لاسته راوړو مه راضي کيږی، هر وخت د ډير څه د حاصلولو سوچ کوی، ان شاء الله ډير څه به په لاس درځي.

(۳) هدف بايد مثبت وي، مثلا د دې سوچ او فکر په ځای چې زه غريب او خفه نه وای داسې سوچ او فکر وکړی زه بايد خوشحاله او مالدار وی، د ناکامۍ په ځای د کاميابۍ سوچ او فکر کوی، داسې سوچ او فکر مه کوی چې هيڅ نه غواړم، بلکه داسې سوچ او فکر کوی چې هر څه غواړم، انساني ذهن د مثبت هدف د حصول لپاره ډير په تيزۍ سره کار کوي، لهذا مثبت هدف وټاکی.

(۴) د هدف ټاکل بايد دتاسو لخوا وي نه د نورو لخوا، د نورو تر تاثير لاندې خپل هدفونه مه ټاکی، په نني وخت کې اکثر مور پلار د خپل اولاد لپاره هدف ټاکي کوم چې بيا تقريبا اکثر سم نه وي، مثلا مور پلار غواړي چې ځوی يې ډاکټر، انجنير يا بل څه شي، مګر ځوی يې بيا غواړي چې عالم يا حافظ شي، نو په داسې صورتحال کې ښکاره کاميابي نشي ترلاسه کيدای، لهذا خپل هدف په خپله وټاکی.

(۵) د يوې سروې مطابق په امريکه کې يواځې ۳ فيصده خلک اميران او خوشحاله دي، ۱۰ فيصده خلک د آرام ژوند تيروي، ۶۰ فيصدخلک په مشکل يوه ګزاره کوي او پاتې نور ۲۷ فيصد خلک بيا د ژوند تيرولو لپاره د نورو خلکو يا د حکومت لخوا مالي کومک ته سخت ضرورت لري، په دې ډلو کې دا فرق له څه وجهې دی؟ له سروې څخه معلومه شوې ! هغه ۳ فيصده خلک چې خوشحاله او اميران دي د هغوی هدفونه مخصوص دي کوم چې هغوی ليکلي دي او د هغو ۱۰ فيصده خلکو کوم چې د آرام ژوند تيروي د هغوی هدفونه عپيدا کوي دي کوم چې د دوی په دماغ کې دي او د پاته نورو خلکو هيڅ هدف نشته دی.

(۶) د هدف لاسته راوړو لپاره د وخت تعين نهايت ډير ضروري دی، يعنې د هغه د تکميل لپاره نيټه معلومه کړی، کله هم چې کوم انسان د کار د تکميل لپاره کومه نيټه معلومه کړي هغوی بيا عموما خپل کار له ټاکلي تاريخ څخه د مخه سرته رسوي، ځکه خو کامياب خلک د خپلو کارونو د سرته رسولو لپاره نيټه معلوموي.

د تاريخ ټاکنه بايد نه ډيره ليری او نه ډيره نږدې وي، ځکه که چيرته ليری وي نو د انسان دلچسپي کميدلای شي او که ډيره نږدې شي شايد چې بيا انسان حوصله له لاسه ورکړي، اګر چې د ځينې ماهرينو خيال دا دی چې د کار د تکميل موده عام طور سره درميانه وي، يعنې که چيرته نږدې وي نو خپل هدف زر ترلاسه کولای شی او که ليری وي نو د هدف په لاسته راوړو کې بيا وروسته والی راځي، به هر حال دا خبره په ذهن کې ياد وساتی کله مو چې د يوه کار د تکميل لپاره کومه نيټه معلومه کړه په هغې کې بيا تغير او تبديل مه راولی، که مو تر ټاکلي تاريخ پورې خپل هدف ترلاسه نکړ تاسو مطمئن اوسی، مايوسه کيږی مه، د بل نوي تاريخ ټاکنه وکړی.

(۷) کوشش وکړی چې د تاسو هدف د ستاسو له شخصيت، مزاج او فطري رجحان سره برابر وي، که چيرته مو هدف له فطري رجحان سره برابر وو نو د هغه د لاسته راوړو لپاره د کار کول داسې دي لکه نه کار، بلکه هغه بيا د تاسو لپاره يوه مشغله وي، لويه کاميابي يواځې د خپلې خوښې په کار کولو کې ده، لهذا که کوم کار درته خوښ نه وي نو تاسو يې تر ډيره وخته په ښه معيار او زړه له اخلاصه نشی تر سره کولای او کوم کار چې د زړه له اخلاصه ونشي په هغه کې د ترقي امکانات ډير کم وي.

له يوه کامياب شخص څخه د کاميابي په هکله پوښتنه وشوه؟ هغه وويل ! لومړی دا فيصله وکړی چې تاسو د څه تر لاسه کول غواړی؟ د څه جوړول غواړی او د څه کول غواړی؟ بيا د همدغه مقصد د لاسته راوړو لپاره خپل ټول کوشش او صلاحيت په کار واچوی، مستقل مزاج اوسی او کوشش هيڅکله مه پريږدی، تاسو به کامياب شی، يعنې د هر قسم کاميابي د لاسته راوړو لپاره دا لازمي ده چې تاسو ته به په دې علم وي چې تاسو څه غواړی.

تاسو ډير خواهشات، تمناوې، ارزوګانې او ارمانونه لری، د هغو ټولو شيانو ليست جوړ کړی د کومو چې په ژوند کې تر لاسه کول غواړی، مثلا علم، ښه تعليم، دولت، کور، موټر، د غريبو خلکو لپاره مدرسه يا مکتب، هسپتال يا د کوم کتاب ليکل، له ليکلو وروسته يو پکې منتخب کړی.

فطري صلاحيتونه د کاميابي لپاره د چابي (کيلي) حيثيت لري، د فطري صلاحيتونو په ملتيا د کاميابي تر لاسه کول ډير آسان دي، په دې صورت کې انسان ته د کار کول کار نه بلکه يوه مشغله وي، د نفسياتي ماهرينو په خبره په هر فرد کې له ۳ څخه نيولې تر ۵ پورې او په ځينې خلکو کې ۷ فطري صلاحيتونه موجود دي، د فطري صلاحيتونو د پيژندو لپاره لاندنيو سوالونو ته ځواب ورکړی.

الف : په وړکتوب کې مو له کوم قسم کار کولو سره شوق درلود؟.

ب : په مدرسه يا مکتب کې مو له کوم صنف سره مينه درلوده؟.

ت : په مدرسه يا مکتب کې مو په کومو مضمونو کې ډيرې نومرې اخيستلای؟.

ث : په مدرسه يا مکتب کې مو له کومو مضامينو سره شوق درلود؟.

ج  :  په مدرسه يا مکتب کې مو له کومو مضامينو څخه نفرت درلود؟.

ح : نن صبا له کوم قسم کار کولو سره شوق لری؟.

خ : په تاسو کې هغه کومې خوبی او شخصي اوصاف دي په کومو چې تاسو فخر کوی؟.

د : په تاسو کې هغه کوم خصوصيات دي کوم چې تاسو ته ناخوښ دي او د ستاسو په خيال کې د هغوی سمول ضروري دي؟.

ذ: ستاسو د معلوماتو مطابق خلکو ته د ستاسو کومې شخصي خوبی ناخوښې دي؟.

ر: په دنيا کې داسې شی ضرور شته له کوم سره چې تاسو ډيره دلچسپي لری او تاسو يې له نورو خلکو په ښه ډول سرته رسولی شی، د دغو شيانو ليست جوړکړی.

ز : د دغو سوالونو د ځوابونو جائزه واخلی، منفي شيان پريږدی او د مثبتو شيانو په رڼا کې خپل هدف وټاکی.

د هدف ټاکلو په وخت کې دغو سوالونو ته ځواب ورکړی.

الف : زه څه کول غواړم؟

ب : زه څه جوړول غواړم؟

ت : زه څه ليدل غواړم؟

ث : زه څه تر لاسه کول غواړم؟

ج : زه چيرته تلل غواړم؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x