نظــر

د نړیوال نظامي ائتلاف د جنګي جنایتونو څیړنه

AnelderlyAfghanmansitsnexttothecoveredbodiesofpeoplewhowerekilledbycoalitionforcesinKandaharprovinceد شوروي د امپراتوري په لنګیدو او د نړي په یوه قطبي کیدو نه وروسته د امریکا په وړاندې مقابله وزنه له منځه لاړ. نړي د امریکا د ستراتژیکو لوبو په میدان بدل شو. افغانستان او عراق د قدرت د ویشلو د نوې نظام د تشخص د لابراتوار حیثیت وموند. په لابراتوار کې د کمیاوي وسلې نه نیولې تر پرمختللې د حربي تکنولوژي حیرانونکې تولید ، « میراژ » او  «آواکس» الوتکې وآزمایل شو. نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ته درناوي د لابراتوار د فزیکي قوانینو تر اغیز لاندې حاشیې ته ولوی

د.  افغانانو سره  د لابراتوار د موږک په حیث چلند وشو.  د دیموکراسي تر پلمې لاندې بی شمیر جنایتونه ترسره شول. تول د ملګرو ملتونو تر بیرغ لاندې.

  بشري حقونو او د جګړې قوانینو د لویدیزو هیوادونو د خپلمنځي اړیکو او معاملاتو زیږنده ده . د تاریخ په اوږدو کې نړیوال قوانین د کانوانسیونونو په چوکات کی  راجستر ، تسجیل او تشریع ( مشروعیت ورپه برخه کول ) شوې دي.

 د نړي په کچه د زورواکانو د برلاسيّ په وجهه باندې نړیوال حقوقي نظام  پدې ندي بریالي شوې چه د جګړې مخه ونیسي . خو که انسانان جګړه بندولي نشي هغه ته باید  د څارویو د جګړې د توپیر په موخه  لږ تر لږه  د مضبوطو قوانینو د لاری انساني بنه ورکړي .  د جګړې قوانین د همدغه مقصد د پاره تنظیم شویدي .

  د افغانستان په جګړه کې سره له دې چه  لویدیزوال د جګړې د نړیوالوکانوانسیونونو د یو اړخ په توګه دنده لري چه د جګړې قواعدو ته درناوي ولري ، خو  د هغې په سرغړونې سره تاریخی « ریکارد »  په ځاي ایښې .

  د جګړې د قوانینو د سرغړونې بهترین مثال په کلیو او باندو باندې د ناتو هوائي  بریدونه دي چه په ترڅ کی یي په زرګونو ملکیان وژل یا ژوبل شوې او عامه شتمنیو ته تاوان رسیدلې دي.

  د ناتو ګن شمیرې جنګي عملیات د مخالفینو نه د غچې اخیستنې په مقصد ترسره  شوې ده . هغه څه چه د جګړې په حالت کې ورته د کنترول نه وتلې حیواني غرایز ویلي شو. دلته خبره د جنایت نه تیرې دي.   سناریو داسې پیلیږي :

  په یوه کلي کې د وسله وال مقاومت دوه کسان د بهرنیو قوتونو په قطار باندې دزې کوي . دواړه د معرکې نه تښتي . یو ساعت وروسته د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره سره چه برید کونکو د سیمې نه لرې مصئون ځای ته پناه وړې ، کلې په بشپړه توګه  تر هوایی ګوذارونو لاندې نیول کیږي. په سلګونو ملکیان ژوند له لاسه ورکوي . دغه ارادي او پلان شوې جنایت یوه موخه لري : کلیوالو دیته اړ شي چه د کلي په کچه د ناتو د بمباریو د ویرې نه د وسله والو مخالفینو د راتګ او عملیاتو مخه ونیسي.

احمد شاه د پنجوائي اوسیدونکې پژواک خبري آژانس ته وایي : « … درې ورځې مخکې د زنګ آباد په څلور لارې کې یو شمیر بهرني فوجیان د یوه چاودنې په پیښه کې ووژل شول. د پیښې نه وروسته یو شمیر بهرني صاحب منصبان ، قومي مشران یوې غوندې ته راوبلل. په غونده کې بهرنیان غوندې ګدونوالو ته وویل : چه که د چاودنې عاملین راپیدا نکړې د هغې غچ ستاسو د ښځو او ماشومانو نه اخلو… صباحي « رابرت بالس » د شپې په تیاره کې  د خپلو ملګرو سره د ملکيانو په کورونو باندې برید وکړ چه په کې ۲۵ تنه شهیدان او پنځه تنه زخمیان شول ( د مارچ ۱۲ ، ۲۰۱۲ م کال ) .

 همدا اوس امریکا د « رابرت بالس » جنایت ، د « سیاسي ترمامیتر » په بنه کاروي: کله چه د یو نوې جنایت پام باید بلې خواته واړول شي  یا کله چه اړتیآ احساس شي  چه باید   د جګړی اصولیت او عدالت غوښتونکې اړخ نمایش ته ایښودل شي ( د مثال په توګه د وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو په بهیر کې ) ،  امریکایی چارواکې  د « رابرت بالس » محاکمه تر لاس لاندې نیسي. دا احتمال شته چه نوموړې ته د کاذب ادعا تر بیلګې لاندې د لیوني په حیث برائت ورکړ شي .

د « وړیا جنایت ستراتژي » د « رابرت بالس » په دوسیه باندې ایسار نه پاتې کیږي: په یوه لسیزه کی  د عزیزآباد ( هرات ) نه نیولې تر کونړ او د هلمند نه نیولې تر کندوز او دشت لیلي  پورې( ۳۰۰۰ زره شهیدان ) اتکل نیم ملیون بیګناه افغانان د یوه رذیلانه او ماجراجویانه جګړې قربانی شویده .

 په افغانستان کې سوله او سیاسي ثبات او د نړیوال نظامي ائتلاف د غړیو ( او په ځانګړې توګه امریکا ) سره نورمالې اړیکې هغه وخت تآمینیداي شي چه وړیا جنایتونو ته رسیدگي وشي . یعنې حق خپل طبعي ځای ونیسي .

د همدغه مقصد د پاره باید د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نه مخکې د ملګرو ملتونو په سروالي د جنایتونو د څیړنې یو کمسیون جوړ شي . د څیړنې  په کمسیون کې  نړیوال سره صلیب ، د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو کمسیون ، د اروپا د اتحادیی  د بشر د دحقونو کمسیون او په جګړه کې ځینې ناپیلې هیوادونه ګډون درلودلاي شي .

د تاریخي تجربې په نظر کې نیولو سره ( د ویتنام مثال ) افغانستان هیڅکله دومره پیاوړتیا ترلاسه نکړي چه اشغالګرو ځواکونه دیته اړ کړي چه افغانانو  ته د یرغلیزې جګړی تاوان ورکړي: خو د  تینګ احتمال له مخې به په جګړه کې دخیل هیوادونه افغانستان د خپلې اوږدمهالې اقتصادي مرستې نه بې برخې نکړي .

که موږ  په افغانستان کې د بهرنیانو د جنایتونو یوه دوسیه ځان سره ونلرو ، د دوي مرستې د « خیرات » په بنه مطرح کیږي . خیرات زموږ ملي غرور تر سوال لاندی راوړي او د اوسني مقاومت د جګړې د منطق سره په تقابل کې واقع کیږي. د جنایتونو د دوسیې په درلودلو سره ، مرستې د شهیدانو د « وینې بیه » ( خون بها ) او د « جګړې تاوان » په دول یعنې د یو « ‎‎حق »  په توګه ( سره له دې چه د یرغلګرو قوتونو له خوآ نه پیږندل شي ) به رامنځته شي.

د بهرنیانو د جنګي جنایتونو په اړوند د دوسیې تنظیم د قطر د مذاکراتو په اجندا کی باید ځانکړې ځاي ولري .                    «  پاي»

فرانسه

د اپریل ۸

۲۰۱۳ م کا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x