نړۍ

پټان کوټ کې یو افغان ځوان نیول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل):د هندوستان په پټان کوټ ښارګوټي کې یو افغان ځوان نیول شوی.

د هندوستاني رسنیو د راپور سره سم دغه ځوان د جمو کشمېر څخه بل ښار ته په اورګاډي کې بې ټکټه سفر کوی، چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

افغان ځوان چې عمر یې ۲۵ کاله ښودل شوی، د افغانستان د بدخشان ولایت دی، نوم یې ناجوک میر ښودل شوی.

د هندوستان پولیس وايي چې دوی شک لري دغه افغان ځوان به د هیواد د مخالفینو سره لاس لري، ځکه چې دنوموړي سره دوه تلیفونونه موندل شوي چې یو یې د غلا وو، او یو ایپل کمپوټر هم ورسره وو.

پر نوموړي پولیسو هغه وخت شک کړی کله چې د امنیتي ځواکونو سوالونو ته سم ځواب ونه شو ویلای، او ویل کیږي چې د کال ۲۰۱۳ څخه په هندوستان کې بې ویزې او پاسپورته ژوند کوي.

پولیس وايي چې د افغاني ځوان سره تحقیقات روان دي، تر څو مالومه کړي چې څرنګه دا دومره موده په هندوستان کې بې ویزې او پاسپورته ژوند کړی او همداسي مالوم کړي چې هغه خو به د مخالفینو سره لاس نه لري.

د کال ۲۰۱۶ د لومړۍ میاشتي په لومړیو ورځو کې یو شمېر وسلوالو په پټان کوټ کې د هندي ځواکونو په یوه مرکز باندي ډله ایز برید کړی وو چې تر پنځو ورځو یې دوام وکړ، هندي رسنیو او چارواکو ددغه برید پړه په پاکستان کې پر ځینو جهادي ډلو اچولې وه.

د پټان کوټ د پيښي په اړه دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x