نړۍ

اسلام اباد: د جامعه حفصې شاوخوا امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل):د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د مولانا عبدالعزيز په مشرۍ د ښځينه مدرسې جامعه حفصه شاوخوا ګڼ شمېر امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي، د مدرسې شاوخوا لارو باندې سيمټي بولوکونه لګول شوي او د خلکو تګ راتګ هم کم شوی دی.

د اسلام اباد پوليسو مشر رضوان ګوندل رسنيو ته ويلي، چې دا کار يې د کورنيو چارو وزارت په امر کړی او لنډې مودې لپاره به د لال جومات او جامعه حفصې شاوخوا يوسل او پنځوس امنيتي ځواکونه ځای پر ځای وي.

د رضوان ګوندل په وينا دغه امنيتي ځواکونه سيمه کې د امنيت او سيمې ته د راتلونکو خلکو په اړه د معلوماتو راټولو او پوښتنو په موخه ځای پر ځای شوي دي.

«موږ لال جومات او جامعه حفصه نه دي محاصره کړي او نه مو څوک نيولي دي.»

لال جومات او جامعه حفصه د اسلام اباد جې سيون ناحيه کې ده، چې ډېری اوسېدونکي يې دولتي مامورين دي.

د لال جومات مشري مولانا عبدالعزيز او د جامعه حفصه مسووليت د هغه له ښځې ام حسان سره دی.

مولانا عبدالعزيز

د يادونې وړ ده، چې ۲۰۰۷م کې د پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال لال جومات او جامعه د جنرال مشرف په امر د پوځي عملياتو په ترڅ کې له منځه لاړل، سلګونو نارينه او ښځينه زده کوونکې يې ووژل شوې او د اوږدې مودې لپاره مولانا عبدالعزيز او کورنۍ يې بنديان وو، مګر د څه مودې له تېرېدو وروسته د پاکستان د سياسي او مذهبي ګوندونو په هڅو مولانا عبدالعزيز راخوشې شو او د ده پر ضد لګېدلي تورونه بې اساسه وبلل شول.

له تېر يو کال راهيسې، ځينې کړۍ او د اپوزيسيون غړي پر مولانا عبدالعزيز تور لګوي، چې نوموړی پاکستان کې د تاوتريخوالي پلوي کوي او خلک د حکومت پر ضد کړنو ته هڅوي، مګر مولانا وايي، دی د تاوتريخوالي پلوي نه کوي او يوازې د اسلام اصلي تعليمات خپلو زده کوونکو او پلويانو ته رسوي.

د اپوزيسيون غړي پر کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان نيوکه کوي، چې د لال جومات مشر مولانا عبدالعزيز پر خلاف دې پوځي عمليات وکړي او هغه دې له جوماته وباسي، مګر چوهدري نثار وايي، چې د مولانا عبدالعزيز پر خلاف هېڅ رسمي قضيه نه شته او دوی نه شي کولای، چې پر خلاف يې عمليات وکړي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې حکومت امنيتي ځواکونه څنګه د مدرسې شاوخوا ځای پر ځای کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ولی خان

بس الله دی رحم وکړ، اوس نو دلته نه دمو لانه فضلو او نه دمفتی عمران خان او نه مولانه اشرفی درک لګی چی یو فتوا دپا کستان حکومت باره وکړی ، بس داټول مفتیان زمونګ ګران هیواد لپاره دما شین نه وتی . چیرته دی مولانه فضلو. مولوی امین الله، مولانه اشرفی، زمونګ ددین پتنګان طالب مجا هدین درته ښا یم، جی اوس دمحترم مولوی صا حب عبدالعزیز ملا تړ اعلان کړی. اوس به نو ددوی ازاد والی معلوما ت وشی چی ازاد دی که دچا دګټی لپاره کار کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x