نړۍ

د افغان کډوالو ستنېدل به د پاکستان پر اقتصاد ناوړه اغېز ولري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل): د ۲۰۱۴ په پای کې د پېښور پر پوځي ښوونځي له بريد وروسته د پاکستان پوليسو دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند پيل کړ، چې له امله يې لکونو افغانانو دغه هېواد پرېښود او اوس هم دغه لړۍ روانه ده.

پېښور کې افغان کمشنرۍ او د خيبر پښتونخوا ځينې چارواکو اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانانو له ستنېدو سره به د پاکستان اقتصاد کمزوری شي؛ ځکه چې افغانان پاکستان کې د ميلياردونو کلدراو سودارګيز کارونه پر مخ بيايي او په دوی کې هغه ۲۲ ستر سوداګر هم دي، چې د ميلياردونو ډالرو کاروبار يې د پاکستان په لروبر کې روان کړی دی.

د چارواکو په وينا دغه افغان سوداګر هر کال د پاکستان حکومت ته ميليونونو ډالر ماليه ورکوي او د دوی ستنېدل به د پاکستان پر اقتصاد مستقيم اغېز ولري.

د خيبرپښتونخوا کورنيو چارو اداره وايي، چې شاوخوا۲۰۰،۰۰۰ افغانان بار وړونکي موټر لري، په ټوله خيبرپښتونخوا کې ۰،۹ميليونه افغانان خپل ازاد تجارت کوي.

وروستۍ احصايي وايي، چې يوازې د پېښور په کيسه خوانۍ، خيبربازار، شعبه بازار، چوک يادګار، بورډ، ارباب روډ، يونيورسيټي ټاون، حيات اباد، رينګ روډ او نورو سيمو کې افغانان پراخ سوداګريز فعاليتونه کوي او دغه افغانان، د قالينو، سرو او سپينو زرو، صرافۍ، د رخت، لرګيو، د موټرو سامانونه، هوټلونه او ډول ډول نور کاروبار پر مخ بيايي او د خيبرپښتونخوا ډېری صاداراتي او وارداتي سوداګري هم د افغانانو په لاس کې ده.

د خيبرپښتونخوا کورنۍ چارو اداره وايي، چې ټولې خيبرپښتونخوا کې شاوخوا څلور سوه ښوونځيزې ادارې او له نهه زرو زيات متخصص ډاکټران خپل کلينکونه لري او که دا خلک له پاکستانه ووځي، نو د پاکستان اقتصاد به قوي ضربه وويني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x