افغانستان

روزګان: دهراود کې امنیتي ځواکونه له څلورو پوستو تښتېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان په دهرواد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه له څلورو پوستو تښتېدلي او خپلې امنیتي پوستې يې طالبانو ته پرېيښې دي.

دغه امنیتي پوستې چې د چهارچينو او مرکز ترینکوټ پر عمومي لاره يې د طالبانو مخه نیوله، تېره شپه يې ځواکونه په تېښته بريالي شوي دي.

د روزګان امنیتي مسوولینو تر اوسه د تښتېدليو امنیتي ځواکونو په اړه څه نه دي ويلي، خو سیمه ییزو طالبانو يې پخلی کړی دی.

طالبانو ويلي چې دې پوستو کې مېشت امنیتي ځواکونه د دوی د پرلپسې بريدونو له امله تېښتې ته اړ شول.

د دوی په خبره دا پوستې چې د دهراود په زرتالي سیمه کې پرتې وي، له څه مودې راهیسې د دوی تر بريدونو لاندې وې، چې تېره شپه يې دولتي ځواکونه تېښتې ته اړ کړل.

امنیتي ځواکونه په روزګان په یوه ځای په داسې حال کې خپلې امنیتي پوستې طالبانو ته پرېږدي، چې تېره ورځ د امريکايي قواو نوي قومندان پخپلو خبرو کې افغان ځواکونه د دوی له مرستې پرته بې وسه وبلل.

د شنونکو په باور د لوړو پوځي مقاماتو نه پاملرنه او د امنیتي ځواکونو خپل منځي بې باوري هغه څه دي چې دوی يې د طالبانو پر وړاندې مات کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x