افغانستان

عبدالله عبدالله: طالبان زموږ په حکومت کې را شريکيدلی شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): اجراييه رییس عبدالله عبدالله وايي چې که طالبان له جګړې لاس واخلی او وغواړي نو زموږ د حکومت په یوه برخه کې راشريکېدلی شي.

نوموړي له «Russia today» خبري رسنۍ سره په مرکه کې ويلي چې هغه طالبان چې له جګړې لاس واخلي او د ده په خبره له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکي پرې کړي کولی شي د دوی د حکومت یوه برخه شي.

عبدالله عبدالله طالبان پخپل فعالیت کې ناکام بللي او د ده په خبره په څوارلس کاله کې يې کوم څه لاس ته نه دي ور وړي، خو ټینګار کوي چې له دولت سره دې یو ځای او هغه قانون ته دې ژمن واوسي چې نوموړي پخپله نقض کړی دی.

تر دې وړاندې په ارګ کې له ګلخانې ماڼۍ څخه محمد اشرف غني هم ویلي و، چې دوی له هغو طالبانو سره چې جګړه کوي، خبرو ته تيار نه دي.

عبدالله عبدالله په داسې حال کې طالبانو ته په حکومت کې د ور شريکېدو بلنه ورکوي، چې پخپله د حکومت دواړه مشران له نږدې نیم کال ناندریو وروسته سره جوړ جاړي ته ورسېدل او سره له دې چې ولسمشر غني په اقتصادي برخه کې ماهر بلل کېږي افغانستان بیاهم د نړۍ په سطحه دویم مفسد هېواد وبلل شو.

د شنونکو په باور د ګډ حکومت دواړه مشران له طالبانو سره د سولې پر ځای له هغوی د تسیلمۍ تمه لري، چې ښايي طالبان خپل څوارلس کلن فعالیت ته په ژمن پاتې کېدو سره کله هم د حکومت دا خواست ونه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x