
امريکا: کلرادو کې ۱۰ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا په کلرادو په ډينور ښار کې د دوو موټرسایکلو سپرو ډلو تر منځ په بريد کې ۱۰ تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.
د کلرادو پولیس وايي چې ډزې یو تن کړې دي چې پکې یو تن وژل شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.
د دوی په خبره بريد د موټرسایکلونو په نندارتون کې د دوو موټرسایکل سپرو ډلو تر منځ شوی دی، چې د پېښې ټپیان تر روغتيايي مرکزونو رسول شوي دي.
د کلرادو پولیس وايي چې دوی د پېښې په ځای کې دي او پلټنې يې روانې دي.
ياده دې وي امریکا د نړۍ په سطحه یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې ډېری وګړي يې له ځانو سره پکې وسلې ازادې ګرځوي.