نړۍ

د ایراني اټومي سیمه (بوشهر ) درنې زلزلې ولړزوله

شهر کاکی در استان بوشهر

له ایران څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې نن ناوخته ددې هیواد بوشهر ایالت زلزلې لزړولی چې تراوسه د ۳۰ تنو دمړینې خبر ورکړل شوی دی ، لومړني راپورونه په پیښه کې نږدې  ۶۰۰ تنه ژور یا برسیرن ټپیان شوي هم دي ، دتهران پوهنتون دجیوفیزیک ماهرینو دزلزلې قوت  د ریکتر په مقیاس شپږ اعشاریه یو  بللی ، خو دامریکا دجیولوژۍ مرکزي اداره وایي زلزلې شپږ اعشاریه دری درجې قوت درلود .

 

بوشهر دایران چې دعربي خلیج په شمالي څنډه پروت دی دایران داتومي تاسیسات هم په کې واقع دي ، ایراني چارواکو فی الحال ویلي چې اتومي پروګرام ته یې کوم زیان نه دی رسیدلی ، چارواکو ویلي دزلزلې مرکز دبوشهر ښار په جنوب ختیځ کې دکاکي په نوم سیمه وه .

دبوشهر زلزله  چې له لس تر ۱۲ ثانیې پورې یې دوام کړی له دې امله مهمه بلل کیږي چې په یاده سیمه کې دایران اتومي تاسیسات شتون لري وړم کال په جاپان کې یوې زلزلې داتومي تاسیساتو په زیانمولو سره بشري چاپیریال ته دپاموړ زیان اړولی وو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x