
بغلان: د طالبانو مقاومت مراد علي مراد د جګړې ډګر ته اړ کړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد د بغلان د جګړې د کابو کولو په نیت د جګړې ډګر ته تللی.
تېره اوونۍ دولتي سرچينو د بغلان په بېلابېلو ساحو کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو خبر ورکړ.
په یاده جګړه کې چې لا هم دوام لري دواړه لوري د درندو تلفاتو دعوې کوي.
د بغلان والي عبدالستار بارز وايي چې ۵۵ طالبانو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې خو لا هم نه دي توانيدلي چې د دوی تر لاس لاندې ساحې پخپل واک کې راولي.
طالبانو هم د بغلان په جګړه کې یوازې په پلخمري کې نږدې ۳۰ تنو ته د مرګ ـ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.
ياده دې په دې جګړه کې کابل ته د غځېدلې برېښنا مزي هم شلیدلي او یوه پايه نړېدلې ده، چې طالبان يې د اردو د عسکرو د درنو وسلو له امله بولي خو دولتي سر چينې يې د طالبانو کار بولي.
طالبانو د برښنا شرکت پر کارکوونکو غږ کړی چې که د دې پايي د بیا ودرولو نیت لري دوی يې د امنیتي خوندیتوب لپاره هڅې نه سپموي.
تر اوسه نه ده معلومه چې مراد علي مراد له کوم پلان سره د جګړې ډګر ته تللی دی، خو تردې وړاندې په شمالي سیمو کې د ولسمشر لومړی مرستیال هم بې وسه کابل ته راستون شو.
زه باور لرم چه مراد به د دوستم په شان نامراد راځی او له ناکام راتګ وروسته به ورته په ابو ظبهی یا بل کوم عربی یا اروپایی هیواد کی د مرورتیا او ذلیلتیا شپی ورځی تیروی د دی په خاطر چه د اشغالګرو د عسکرو په شان ځان وژنه یا نوروژنه ونه کړی لابه هلته په کوم روغتون کی وخت تیروی د امریکا او اروپا عقلی او عصبی ناروغان د روغتونو په شان زندانو کی شپی ورځی تیروی چه د ځان وژنی او نوروژنو څخه یی وژغوری . دوی چه خپل زور ، شمیر ، وسلو او وسیلو ته… نور لوستل »