fbpx

کونړ: ناړۍ کې د ځايي اربکيانو قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د کونړی په ناړۍ ولسوالۍ کې د ځايي اربکيانو مشهور قومندان زرګری د طالبانو په بريد کې وژل شوی.

زرګري د ناړۍ ولسوالۍ د کامتلي پوځي اډې څنګ ته د شیرګل د پوستو قومنداني کوله، چې ځايی اربکيان پکې مېشت دي.

د کونړ ځايي چارواکو د زرګري د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو د بريد مسوولیت منلی او د زرګري د وژل کېدو پخلی يې کړی دی.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې قومندان زرګری د دوی په مخامخ بريد کې ووژل شو.

د دوی په خبره لا هم د شیرګل او کامتلي پر پوستو بريدونه روان دي چې د نورو تلفاتو په اړه يې معلومات نه لري.

ياده دې وي تېره ورځ هم د کونړ په سرکاڼو کې د طالبانو په بمي چاودنه کې د سرکاڼو امنیه قومندان، د ولسوالۍ د اربکيانو عمومي قومندان او د ملي امنیت د مدیر په ګډون ۱۰ تنه عسکر ووژل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د