شعـــــرونه

ازادۍ…..؟ – هاشم سادات

آزادۍ راشــــه ښـــکلا ځــان ســـره راؤړه
خوشحالي راؤړه خـنـدا ځان ســره راؤړه

د بنـــــدیانو بـنــدګي چه په کې نه وي
یوه دغــــــه شان د دنیا ځان ســـره راؤړه

خـــوږمـند زړونه دطــبیب په انتــــظاریو
پرهـــرونو تــــه دوا ځان ســــــره راؤړه

دیــتیم بچی ریخــــي ریخــي ګـریوان ته
څــو تڼئ خـــو خامــــخا ځان سـره راؤړه

چــــه وخــتونو تری ادا نازونـــه هیرکړل
دغــه پیـغلی تــــه ادا ځــان ســــره راؤړه

د وحشـت او د ظلـــمونو توری شـــپي ته
ډک د امن سپـــین صــبا ځان ســـره راؤړه

دخـــزان سیــلئ مــــو زړونــه دی چـــوَلي
دسپرلو ښــــــکلي فضا ځــان ســـره راؤړه

د«هاشم» پرهــر پرهــر شـــــــونډو دپــاره
دخـــوږي مینې مُـــــــسکا ځان سره راؤړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x