نظــر

سوله که د سولې خبرې

مولوي محمدسلیم (انقیادي)

رشتیني سوله خو هغه څه دي چې د افغانستان او سیمي مظلوم اولسونه د څلورو لسیزو څخه د انتظار په شېبو کې بېخي ورته مړه مړه سوه خو سوله څنګه کیدای سي، سوله خورا ډیر اخلاص، دیانتداري او قرباني غواړي خو که رشتیني سوله راوستل غواړو.

اوله ډیري مودې راهیسي د سولي خبري رواني دي په مختلفو هیوادونو کې مختلف کنفرانسونه، مجلسونه، غونډي جوړي سوي او جوړیږي او په میلیاردو ډالر هم د سولي په نامه مصرفیږي خو د واقعي سولي څرک په زره بین (دوربین) کې هم چا نه ولیدو.

ایاسوله خپله راشي، ایا دا غریب ملت په دې انتظار کې نور هم دربدره آن تر دې مړ شي، ایا هغه غریب اولس چې پر کورنۍ یې د یوه خارجي بم په نتیجه کې شل غړي د اور په لمبو کې سوځي سولي ته اړتیا نه لري؟ ایا هغه مندي او خویندي چې اولادونه او خاوندان یې په کلونو کلونو تر نامعلومه مودې او په نامعلوم جرم په زندان کې پراته وي او ماشومان یې په ژوندون یتیمان غوندي وي د ژوند اسانتیاوي، تعلیم او تربیه خو لاڅه د یوې ګولي وچي ډوډۍ په ارمان وي دا کسان سولي ته اړتیا نلري؟ او داسي نور …

نو سوله ولي نه کیږي زما په خیال سوله یوه ډیره ښه ګتوره او اوږدمهاله پروژه ده که سوله وشي د سولي په نامه خو ډیر ګډونوال دي چې په سوله کې ورته په مختلفو ډولونو امتیازات ترلاسه کیدای شي په میلیونونو ډالر د سولي په نامه ترلاسه کیدای شي؛ سیاسي حیثیت، د میډیا یا مطبوعاتو شهرت، د مختلفو هیوادونو د سولي په نامه سیاحتي سفرونه، ښه خوراک آن اسان ډیپلوماټیک روابط فعاله کول د مختلفو هیوادونو د استازو سره ځان معرفي کول دا خو لا څه چې د سیاسي پناه غوښتني لپاره ځان ته رابطي جوړول، سیاسي تنظیمونه فعالول او داسي نور…

نو راځئ وګورو چې ایا سوله روانه ده که د سولي خبري، موږ د ډیرو کنفرانسونو او غونډو شاهدان یو چې سوله بېخي نژدې کیدونکي وه خو څه کسانو به کوښښ وکړ چې مجلس (غونډه) بې نتیجې پای ته ورسیږي، دا ځکه چې یا خو به څه قرباني ته تیار نه وو او یا به یې د هغه مظلوم اولس د دردونو احساس نه کاوه او یا به یې ددې ګټوري (سولې) پروژې د پای ټکي په خوب لیدل چې بیا به تر دې ښه ګټوره پروژه خدای خبر په څومره مشکلاتو کې ولټوي.

که سوله سوله وي باید پر سوله ییزو اوصولو ولاړه وي د هغه چا مشکلات، ستونزي په نظر کې ونیول شي چې واقعاً سولي ته اړتیا لري په ښه اخلاص، صداقت، ایمانداري، د اسلامي مقدس شریعت په رڼا کې د واقعي او رښتیني سولي لپاره کار وسي که په دنیا کې نتیجه ورکړي خو ډیر ښه او که خدای مه کړه په دنیا کې نتیجه ورنه کړي نو د اخرت د ثواب څخه به مو الله جل جلاله برخه من کړي.

او دیادوني وړ ده چې سوله د تسلیمی یا غلامی نوم نه دی بلکه یو بل ته تر څه ناڅه ورتېریدل دي او په منځ کې یو درېیم ګوني اسلامي او ملي حل لاره را ایستل دي.

په درنښت

نېټه: ۱۷/ربیع الثاني/۱۴۳۷ هـ ق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x