fbpx

هله مورجانې طیارې راغلې – دماشوم شهیدانو په یاد شعر

حمد الله فطرت

نازک بدن يي زلزلو واخست
پربارخو گانو یی خولې راغلې

زړه یی ټوپونه په سینه کی وهل

دغه خبری یی له خولې راغلې

هله مورجانی ماپه غیږکی نیسه

هله مورجانی طیارې راغلې

     ¤ ¤ ¤ ¤ ¤

زماپه غیږی پوری کلک ونښته

گوتی یی ښخی کړی غوږونو باندی

ویل مورجانی زه ویریږ مه

اوس به مو ولی په بمونو باندی

هله مورجانی اوس به څه کیږی

مابیلوی ستاله سینې راغلې

هله مورجانی ماپه غیږ کی نیسه

هله مورجانی طیارې راغلې
‏¤ ¤ ¤  ¤
موری سبابه زه مکتب ته نه ځم؟

زمابه قلم اوکتابچه پاته شی؟

ملاصاحب به راته درس نه وایی؟

زمابه مسجد کی سیپاره پاته شی؟

دغه خبری یی پرشونډو باندی

چه لکه پاڼی رپیدې راغلې

هله مورجانی ماپه غیږ کی نیسه

هله مورجانی طیارې راغلې
‏¤ ¤ ¤  ¤
درز شوچه څنگ ته مو بم وچاودیده

زه یی هواکی چرته لیری یووړم

ماکړی نارې بچیه! هابچه!

بچیه! دایی درنه چیری یووړم

زمادبدن دسرو زخمونو نه هم

دتودو وینو فوارې راغلې

هله مورجانی ماپه غیږ کی نیسه

هله مورجانی طیارې راغلې
‏¤ ¤ ¤ ¤
زه پر زخمی زخمی اوڅیری سینه

پر تودو شگو او ډبرو باندی

چه خپل بچی پوری راورسیدم

رخصت یی واخست دې خبرو باندی

مور جانی! هسی رانه تیره نشی

که چیری زماپرهدیرې راغلې

هله مورجانی ماپه غیږ کی نیسه

هله مورجانی طیارې راغلې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ریس خان عقاب
میلمه
ریس خان عقاب

دا پانی دغیبی خیلو د شهیدانو په اره