شعـــــرونه

لېونۍ مینه

عرفان الله عرفاني

حیران یم کور کلي کې تنګ یمه زه
همېش له ځان سره په جنګ یمه زه

په خیال کې تللی له دنیا ځینې یم
بس له چا څخه په څنګ یمه زه

لېونۍ مینې پسې شوم لېونی
لکه بلال تک تور لونګ یمه زه

لکه مین ګودر خمار خمار یم
د چنارونو غوندې دنګ یمه زه

د یار حجرې ته توره شپه کې ورځم
د جانان شمعې ته پتنګ یمه زه

تڼاکې پښې ګرځم په تورو غروکې
ستړی ستومان پروت پر ګړنګ یمه زه

چاته به تور چاته به سپین ښکارېږم
په حقیقت کې غنم رنګ یمه زه

لکه مجنون ګرځم صحراوو باندې

عرفاني خاص لکه ملنګ یمه زه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x