افغانستان

د ملي امنیت مسوولین د آی ایس آی له مسوولینو سره ګوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل):  د افغانستان د ملي امنیت د مشر مسعود اندرابي په ګډون یو جګپوړی پلاوی به د فروري میاشتي پر څلورمه نیټه اسلام اباد ته سفر وکړي، تر څو د پاکستان د آی ایس آی د مشر جنرال رضوان اختر سره ملاقات وکړي.

په دغه غونډه کې به دواړه لوري هڅه وکړي تر څو یو بل په اعتماد کې واخلي، او خپل منځي اړیکي ټینګي کړي.

افغانستان ددې تر مخه د پاکستان د استخباراتو سره تړون لاسلیک کړی وو، چې پر اساس یې آی ایس آی حق درلود تر څو په افغانستان کې دننه د بندیانو سره تحقیقات وکړي، خو وروسته د ولسي فشار او په حکومت کې دننه کړیو د سخت غبرګون له وجي اشرف غني دغه تړون بیرته لغوه کړ.

د پاکستاني رسني ډان نیوز د راپور سره سم د آی ایس آی او ملي امنیت تر منځ دغه ناسته د امریکا په غوښتنه شوې، په داسي حال کې چې د امریکا او چین د استخباراتو نمایندګان به هم په غونډه کې ګډون لري.

پاکستان، افغانستان، چین او امریکا د فروري میاشتي پر شپږمه د څلور اړخیزو غونډو په دوام په اسلام اباد کې غونډه لري، تر څو د افغانستان د سولي د پروسې لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

ددې تر مخه په اسلام اباد او کابل کې هم ورته غونډي شوي، خو د شنونکو په نظر یې تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

د پاکستان او افغانستان استخباراتي ادارو تېر کال ۲۰۱۵ په مئي میاشت کې کله چې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف افغانستان سفر وکړ، هلته یې د ولسمشر اشرف غني سره د استخباراتي همکاري یو تړون لاسلیک کړی وو، د تړون سره سم دواړو هیوادونو به استخباراتي معلومات سره تبادله کول او همداسي به یې د ښې همکارۍ په پلمه د یو بل هیواد ته خپل استخباراتي مامورین لیږل.

د اشرف غني او نواز شریف تر منځ دغه تړون وروسته تر هغه لغوه اعلان شو کله چې د ملی امنیت د هغه وخت مشر رحمت الله نبیل یې هم په اړه خپله ناخبرتیا وښودله او ورسره په حکومت کې دننه او بیرون زیاتو سیاستمدارانو دغه تړون په کلکه وغنده.

رحمت الله نبیل تېر کال هغه وخت د خپلي دندې څخه استعفا ورکړه کله چې د ولسمشر اشرف غني پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې ومنله چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په افغانستان کې دی، او دوی به یې د نیولو هڅه وکړي.

نبیل په خپل استعفا لیک کې وویل چې اشرف غني په پاکستان کې د ښه هرکلي څخه متاثره شوی.

یوه جګپوړي چارواکي ډان نیوز ته ویلي چې رحمت الله نبیل د پاکستان سره د اشرف غني د اړیکو پراخولو لاره بندول.

د ډان نیوز د خبر سره سم اوس چې رحمت الله نبیل له ملي امنیت څخه وتلی، یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي همکاریو لپاره لاره هواره شوې.

سرچیني ویلي: امریکا له ډیره وخته هڅه کول چې ددواړو هیوادونو د استخباراتو تر منځ همکاري او هم آهنګي زیاته کړي، خو دواړه ادارې یو پر بل بې اعتماده وې، چې له امله یې دغه همکاري او غونډه تر اوسه ځنډېدلې وه.

ددواړو هیوادونو استخباراتي ادارې یو پر بل تور لګوي چې یو د بل پر ضد د وسلوالو مخالفینو ملاتړ کوي.

د رواني جنوري میاشتي پر ۲۰ د پاکستان په چارسده ښار کې د باچاخان پر پوهنتون وسلوالو ډله ایز برید وکړ چې په ترڅ کې تر ۲۰ زیات کسان ووژل شول، د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی وو، خو د افغانستان چارواکو دغه ادعا رد کړه.

بل خوا پاکستان د لطیف الله محسود یوه ویډیو نشر کړې ، چې په کښي نوموړی وايي هندوستان د پاکستان لوی دښمن دی، د هند او افغانستان استخباراتي کړۍ په پاکستان کې د وسلوالو مخالفینو ملاتړ کوي.

جنرال راحیل شریف خپل په وروستي سفر کې د اشرف غني سره هوکړه کړې وه چې د افغانستان او پاکستان د پولي دواړي غاړي به د وسلوالو سره د جګړې لپاره د دواړو هیوادونو د پوځ تر منځ اړیکي زیاتوي، د سرحدي ځواکونو تر منځ به تلیفوني اړیکه فعاله وي، او همداسي به د یو بل هیواد ته د پوځ جګپوړي چارواکي لیږي.

تیره ورځ د افغانستان د ملي اردو یو ۸ کسیزه پلاوی د جنرال محمد شریف یفتلي په مشري په خیبرپختونخوا کې د پاکستاني پوځ د مرکزي قومندانۍ څخه لیدنه کړې او هلته یې د جنرال هدایت الرحمن سره له نیژدو کتلي.

د خبر سره سم دواړو لوریو د خپل منځي همکاري د زیاتولو په موخه خبري کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x