کرکیټ: پاکستان بیا ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان او نیوزیلنډ تر منځ نن دریمه یوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه، په دغه لوبه کې پاکستان په دریو وکټو ماتې وخوړه.

د پاکستان او نیوزیلینډ تر منځ د یوه ورځنیو لوبو سیالي چې پر درو لوبو مشتمله وه نن د نیوزیلنیډ په ګټه پای ته ورسیده.

په لوموړی لوبه کې چې د رواني میاشتي پر ۲۴مه نیټه په ولینګټن کې تر سره شوه، پاکستان په ۷۰ منډو ماتې خوړلې وه، دوهمه لوبه چې پر ۲۸مي نیټې به کېدل، د باران له وجي پاته شول، او دریمه لوبه نن په اوکلانډ کې ترسره شول، چې دا هم د باران له وجي متاثره شوه.

پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او په خپل وار یې ۲۹۱ منډي جوړي کړي.

د پاکستان له اړخه بابر اعظم ۸۳، محمد حفیظ ۷۶، سرفراز احمد ۴۱ او شعیب ملک ۳۲ منډي جوړي کړې.

کله چې نیوزیلینډ لوبه پيل کړه، د باران له وجي لوبه څو ځله وځنډېدل، اخیر د لوبي څارونکو پریکړه وکړه چې د اورونو شمېر به ۴۳ وي، او د منډو هدف به ۲۶۳ وي.

د نیوزیلینډ لوبډلي دغه هدف په وروستي اور کې پر څلورم بال تر لاسه کړ، او لوبه یې په درو وکټو وګټل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د