ورزش

هندوستان د اسټرالیا څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): نن د هندوستان او اسټرالیا تر منځ د شل اوریزو لوبو دریمه لوبه تر سره شول چې دا هم د هندوستان په ګټه پای ته ورسیدله.

ددې تر مخه هندوستان اسټرالیا ته په دوه پر لپسې لوبو کې ماتې ورکړې وه.

په ننۍ لوبه کې د اسټرالیا د لوبډلي مشري واټسن کوله، نوموړي په یوازي سر ۱۲۴ منډي جوړي کړي، او خپل لوبډلي منډي یې تر ۱۹۷ پوري ورسولې.

خو د هندوستان توپ وهونکي په ډیره اساني سره وتوانېدل چې دغه هدف تر لاسه کړي او اسټرالیا ته ماتې ورکړي.

د هندوستان لوبغاړو روهیت شرما ۵۲، شېکر دون ۲۶، ویرات کوهلي ۵۰ منډي جوړي کړي.

په پای کې سریش راینا او یوراج لوبه په بریالیتوب سره تر پایه ورسوله.

ددې لړۍ تر مخه هندوستان د اسټرالیا څخه په پنځوس اوریزو لوبو کې ماتې خوړلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x