په دمشق کې د حضرت زینب (رض) زیارت

دمشق کې چاودنو لږترلږه ۴۵ کسان وژلي او ۱۱۰ یې ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل): د سوریې په پلازمېنه دمشق کې غبرګو چاودنو لږترلږه ۴۵ کسان وژلي او ۱۱۰ نور یې ټپيان کړي دي.

په دمشق ښار کې لومړۍ موټر بم چاودنه د حضرت زینب (رض) د قبر سره نژدې شوي، ورپسې کله چې سیمي ته امبولاسونه او عام خلک روغتون ته د ټپیانو لېږدولو لپاره راټول شول نو دوو تنو په ځان پوري تړليو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ او درنه مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.

د سوریې دولتي تلویزیون د ۴۵ کسانو د وژل کېدو او ۱۱۰ نورو د ټپي کېدلو خبر ورکړی دی.

په سوریه کې د داعش ډلي د بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی ، ددې ډلي په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ موټر بم برید ترسره شوی وروسته ددوی دوو وسلوالو په ځان پوري تړلیو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

د دمشق ښار په دغه سیمه کې هغه شیعه ملیشې شتون لري چې د بشار الاسد رژیم په پلوی جنګیږي، همدارنګه ویل شوي چې په سیمه کې د لبنان د شیعه ګوند حزب الله چارواکي هم اوسیږي خو تراوسه دا نه ده معلومه چې په چاودنو کې چاته مرګ ژوبله اوښتي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د