شعـــــرونه

غزل – نقیب أحمد عزیزي

تر شا دې ؤ نه ليد بې غوره! کوم يو کس روان شوې
زما له کلي دا ته څومره په هوس
روان شوې

د وطن بوټو کتل تاته مګر ته هم دا دی
فکر کومه چې له پاره د خپل نس
روان شوې

له هغې ورځې پس مې خدايزده زړه درد ولې کوي
چې ته خفه شوې او را پرې دې ښوو مجلس
روان شوې

هغه خو زه وم چې سايه غوندې دې تلم درپسې
هغه بيا ته وې چې له ما لکه نفس
روان شوې

ستا د بل کړي اور لوګی ګوره تر اوسه خېژي
ته د سکروټو له کرلو څخه پس
روان شوې

جانان سپين سترګي تورې سترګې په اوربل پټې کړې
چې ستا نقيب عزيزي! نه رسېده وس،
روان شوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x