افغانستاننړۍ

سپينه ماڼۍ: افغانستان کې امريکايي عسکر د امریکا د ګټو لپاره مېشت دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): سپينه ماڼۍ وايي چې په افغانستان کې امريکايي عسکر د امریکا د ګټو د خونديتوب لپاره په دې هېواد کې مېشت دي.

د سپينې ماڼۍ ویاند جوش ایرنست رسنیو ته وویل د پورته څرګندونو تر څنګ وویل چې افغان حکومت هم د دوی مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دا هېواد لا هم یو ګواښمن هېواد دی.

نوموړي پر دې خواشيني وښوده چې د دوی هڅو کوم ځای نه دی نیولی، د هغه په خبره په تېرو پنځلسو کلونو کې میلیاردونو ډالرو لګښت او د سلګونو امریکايي عسکرو وژل کېدو هم ونه شو کولی په افغانستان کې د طالب ځواک ختم کړي.

ایرنست وايي د خپلو امريکايي عسکرو لپاره د امريکايي ګټو خوندیتوب لومړيتوب ګڼلی او ورپسې يې وړاندې وویل چې له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ په سطحه «ترهګرې ډلې» ختمول د دې پوځیانو مسوولیت دی.

ایرنست په داسې حال کې د امريکايي عسکرو په اړه پورته څرګندونې کوي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل واک په وروستیو کې په ډاګه وویل چې امريکا د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلي او د هغه په خبره روانه جګړه یوه پردۍ جګړه ده.

ياده دې وي په افغانستان کې د طالبانو د واک او ځواک په اړه تېره ورځ سیګار هم اندېښنه ښوودلې وه او هم په افغانستان کې د امريکايي قواو نوي قومندان اعتراف وکړ چې د دوی له مرستې پرته افغان عسکر ګام نه شي اخیستلی.

د امريکا د دفاع وزیر هم په افغانستان کې د طالبانو پرمختګ اندېښموونکی ګڼلی او خبرداری يې ورکړی چې ښايي روان میلادي کال د سختو جګړو شاهد وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x